امرالله صالح: طالبان د افغانستان د بحرانونو عاملين دي

امرالله صالح، د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال او د زرغون بهیر مشر، د قربانۍ د اختر په مناسبت په یوه پیغام کې د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه نیوکه کړې او ویلي یې دي چې طالبانو هېواد په پنځو لویو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو بحرانونو کې ښکېل کړی دی، او ټینګار یې کړی چې تر څو چې د طالبانو واکمني دوام ولري، له نړۍ سره عادي اړیکې ناشونې دي.
امرالله صالح: طالبان د افغانستان د بحرانونو عاملين دي

د معمار خبري اژانس د راپور له مخي ؛ امرالله صالح، د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال او د زرغون بهير مشر، د قربانۍ د اختر په مناسبت په یو غږیز پیغام کې د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه نیوکه کړې او ویلي یې دي چې طالبانو هېواد له پنځو «ستر ناورینونو او بحرانونو» سره مخ کړی دی.

صالح په ځانګړي ډول د مشروعیت بحران، ملي جلاوالی ، نړیواله انزوا، اقتصادي خرابوالی او د زده‌کړې وضعیت د افغانستان له مهمو ستونزو څخه یاد کړي دي.

هغه په خپل پیغام کې ټينګار کړی چې زرګونه افغانان د طالبانو په زندانونو کې ساتل کېږي او له خپلو اساسي حقونو څخه محروم دي.

د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال زیاته کړې چې تر څو د طالبانو واکمني دوام ولري، له نړۍ سره د افغانستان د عادي اړیکو ټینګول ممکن نه دي.

امرالله صالح پر طالبانو له نیوکه کوونکو څېرو څخه شمېرل کېږي او د پخواني حکومت له سقوط وروسته یې څو ځله د افغانستان د سیاسي، بشري حقونو او اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x