د معمار خبري آژانس د راپور له مخې ؛ اسماعیل بقایي ، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ، د لبنان په جنوب، ختیځ او د بیروت په ضاحیه سیمه کې د صهیونیستي رژیم وحشیانه بریدونه په کلکه وغندل؛ هغه بریدونه چې له امله یې ګڼ شمېر لبنانیان شهیدان او ټپیان سوي، سلګونه زره کسان بېځایه سوي او د خلکو کورونه او بنسټیز تأسیسات ویجاړ سوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند د اشغالګر رژیم د بریدونو د زیاتېدو او د صور، نبطیه او صیدا تاریخي ښارونو ته د پوځي تعرضونو د پراخېدو په اړه ویلي چې د نړیوالو بنسټونو، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو د امنیت شورا چوپتیا او بېپروايي د دې لامل سوې چې صهیونیستي رژیم خپلو تېریو او جنایتونو ته لا ډېر دوام ورکړي.
هغه ټینګار کړی چې د امریکا واکمنه اداره په لبنان، اشغال سوې فلسطین او ټوله سیمه کې د صهیونیستي رژیم د ټولو جنایتونو ملاتړې او شریکه بلل کېږي.




