د معمار خبري آژانس د راپور له مخي؛ الکساندر بورتنیکوف ، د روسیې د فدرالي امنیتي خدماتو مشر اعلان کړی ، چې د خراسان داعش ډله، له اړوندو جهادي ډلو او د طالبانو له ځینو وسلوالو مخالفینو سره یو ځای، د بریتانیا د استخباراتي ادارو په فعال ملاتړ هڅه کوي چې د طالبانو اداره کمزورې کړي.
د الکساندر بورتنیکوف په وینا، دغه ډلې په ځانګړي ډول هڅه کوي چې د افغانستان په شمال کې د طالبانو له کنټروله بهر سیمې پراخې کړي.
هغه ټینګار کړی چې دغه ډلې په هېواد کې د طالبانو له کنټروله بهر د سیمو د پراخولو هڅه کوي، په ځانګړي ډول په شمالي ولایتونو کې ، او زیاته کړې یې ده چې لوېدیځ هېوادونه هیله لري له دې وضعیت څخه په راتلونکي کې د منځنۍ اسیا پر جمهوریتونو د اغېز لپاره استفاده وکړي.
بورتنیکوف همدارنګه ویلي چې خراسان داعش په فعاله توګه د تاجکستان، ازبکستان، قرغیزستان او قزاقستان د وګړو او همدارنګه په روسیه کې د کډوالو کارګرانو له منځه نوي غړي جذبوي. د هغه په وینا، پټې ترهګرې شبکې، د تدارکاتو لارې او د بریدونو طرحې د ګډو خپلواکو هېوادونو په غړو هېوادونو کې په جوړېدو دي.
هغه په دوام کې د دغو ګواښونو پر وړاندې د امنیتي همکاریو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د روسیې د امنیتي خدماتو اداره د تاجکستان او ازبکستان له امنیتي ادارو سره په ګډه څو ترهګریزې طرحې شنډې کړې دي. د هغه په وینا، د روان کال په پیل کې یو ترهګریز هسته چې د بریدونو پلانونه یې جوړول، پېژندل سوې او له منځه وړل سوې، او پنځه نورې طرحې هم د پلان په لومړنیو پړاوونو کې ناکامې سوې دي.
د روسیې د امنیتي خدماتو مشر همدارنګه له طالب چارواکو سره د ترهګرۍ ضد همکاریو پر پراخولو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دا همکارۍ د افغانستان د سیاسي ثبات د پیاوړتیا او د سیمهییزو اړیکو د ښه والي لپاره ترسره کېږي.
د تاس خبري اژانس راپور ورکړی چې بورتنیکوف دا څرګندونې د خپلواکو ګډو هېوادونو د امنیتي او استخباراتي ادارو د مشرانو په غونډه کې بیان کړې دي.
روسیه که څه هم تر اوسه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو اداره یې په رسمیت پېژندلې، خو بیا هم په پرلهپسې ډول د افغانستان له لوري د امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه څرګندوي. تر دې وړاندې هم روسي چارواکو، د دغه هېواد د ملي امنیت شورا د منشي په ګډون، په افغانستان کې بېثباتي د سیمې له مهمو امنیتي ګواښونو څخه ګڼلې ده.




