د طالبانو د دفاع وزارت اعلان کړی چې محمد یعقوب مجاهد د روسیې په کوربتوب په یوې نړیوالې امنیتي غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته رسېدلی دی. د وزارت په وینا، دغه غونډه د سیمهییز امنیت، ګډو ننګونو او د امنیتي همکاریو د پراختیا د ارزونې په موخه ترسره کېږي.
د طالبانو د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ، د جوزا په څلورمه، په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د بېلابېلو هېوادونو لوړپوړي امنیتي او دفاعي چارواکي په دې غونډه کې ګډون لري او د طالبانو دفاع وزیر د مسکو په رسمي بلنه پکښې ګډون کړی دی.
یعقوب مجاهد ته دې غونډې ته د ګډون بلنه په داسې حال کې ورکړل سوې چې روسیې او چین په دې وروستیو کې یو ځل بیا په افغانستان کې د امنیتي ګواښونو او د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
چین ته د روسیې د ولسمشر له سفر وروسته، دواړو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان له خاورې راپورته کېدونکی ترهګري لا هم د افغانستان، سیمې او نړۍ د امنیت لپاره یو جدي ګواښ ګڼل کېږي.
روسیه، چې یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی، له دې سره سره تل یې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه خبرداری ورکړی دی. په همدې تړاو، د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شایګو د ثور په ۲۴مه ویلي وو چې په افغانستان کې د بېثباتۍ دوام د شانګهای همکاریو سازمان په چوکاټ کې له مهمو امنیتي ګواښونو څخه ګڼل کېږي.
د طالبانو واک ته تر بیا رسېدو نږدې پنځه کاله وروسته، چین او روسیه باور لري چې په افغانستان کې د امنیتي اندېښنو د کمولو او د سختدریځو ډلو د ګواښونو پر ضد کوم اغېزناک اقدام نه دی سوی او له همدې امله لا هم د دې هېواد د وضعیت له امله پر موجودو ګواښونو ټینګار کوي.




