د ۳۵ کلونو وروسته د کابل د مرکزي سیلو د بیا فعالیت پیل

د طالبانو چارواکو اعلان کړی چې د کابل د دولتي سیلو د شرکت ژرنده له ۳۵ کلن ځنډ وروسته بیا فعالیت پیل کړی دی.
د ۳۵ کلونو وروسته د کابل د مرکزي سیلو د بیا فعالیت پیل

د معمار خبري آژانس د راپور له مخي؛ د طالبانو چارواکو په ځانګړي مراسمو کې د کابل د مرکزي سیلو د لومړۍ شمیري ژرنده د ۱۵۰۰۰ ولټه برېښنا په نښلولو سره، له ۳۵ کلونو ځنډه وروسته بیا پرانیستله او مرکزي سیلو له ۲۴ ساعته برېښنا څخه برخمنه سوه.

د نصرت‌الله منصور ، د کابل د سیلو رئیس ، په وینا، دغه ژرنده په ۲۱ میلیونه افغانیو بیا رغول سوې او په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۲۰ ټنو اوړو د تولید وړتیا لري.

د مرکزي سیلو مسئولین، چې د طالبانو تر ادارې لاندې فعالیت کوي، د جوزا په درېیمه د یکشنبې په ورځ ویلي چې پلان لري له ازبکستان څخه ۱۰۰ زره ټنه غنم وپېري او له پروسس وروسته یې بازار ته وړاندې کړي. هغوی همدارنګه ویلي چې د دغه شرکت د ۱۵ زره ولټه برېښنا پروژه په نږدې ۲.۵ میلیونه افغانیو بشپړه سوې ده.

د طالبانو یو شمېر چارواکو د دغې ژرندې د پرانیستې په مراسمو کې ویلي چې د دې ژرندې بیا فعالېدل کولای سي د اوړو د بیو په کمولو کې مرسته وکړي.

د طالبانو د چارواکو په وینا، د کابل د سیلو بیا فعالېدل د خوراکي توکو د بیو د ثبات، د کورني تولید د پیاوړتیا او د اقتصادي ځان‌بسیاینې پر لور یو مهم ګام بلل کېږي.

طالبانو تر دې مخکې، د ۱۴۰۳ کال د میزان میاشتې په وروستیو کې ویلي وو چې د مرکزي سیلو د خوراکي توکو د تولید ماشینونه له څو لسیزو وروسته بیا فعال سوي دي. په هغه وخت کې دې ډلې د پنځو عصري تولیدي ماشینونو د پېرلو خبر ورکړی وو او ویلي یې وو چې د کابل سیلو به د اتو ډولونو ډوډی، کیک، کلچې او د سهارنۍ خوراکي توکو د تولید وړتیا ولري.

د مرکزي سیلو د خوړو تولیدات د کابل د ډېرو پخوانیو اوسېدونکو لپاره د هېواد د اقتصادي او صنعتي تاریخ د یوې برخې یادونه کوي.

د کابل د مرکزي سیلو تولیدي شرکت په ۱۳۳۵ هجري لمریز کال کې د پخواني شوروي اتحاد د اقتصادي او تخنیکي مرستو په مرسته جوړ سوی وو، خو د ډاکټر نجیب‌الله د حکومت له سقوط وروسته په ۱۳۷۱ هجري لمریز کال کې یې فعالیت ودرېد.

ډېر شمیر دولتي شرکتونه په افغانستان کې د طالبانو د لومړتۍ واکمنۍ له سقوط وروسته او د دولتي شرکتونو د خصوصي کولو او له خصوصي سکتور سره د سیالۍ په جریان کې، په تدریجي ډول له فعالیت څخه پاتې سوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x