د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ نصیراحمد اندېشه، په سویس کې د افغانستان سفیر ، د طالبانو هغه هڅې چې غواړي د افغانستان قوتسولګري په اروپا کې، په ځانګړي ډول په جرمني کې، تر لاسه کړي، اندېښمنوونکې بللې دي.
نصیراحمد اندېشه د شنبې په شپه، د جوزا په ۲مه، په خپل اېکس پاڼه کې لیکلي چې دا بهیر، سره له دې چې پراخې بشري حقونو اندېښنې ورسره مل دي، د اروپا پارلمان، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر او د بشري حقونو فعالانو له خوا هم تر غور لاندې دی.
نوموړي ویلي چې طالبانو د پاسپورټونو د بېاعتباره کولو او د قونسولي خدماتو د نه وړاندې کولو له لارې ځینې اروپايي هېوادونه د «جبري معاملې» بهیر ته داخل کړي دي.
د اندېشه په وینا، دا اقدام کولای سي د اروپايي هېوادونو لپاره امنیتي پایلې ولري.
په سویس کې د افغانستان سفیر زیاته کړي چې که طالبان د قونسولي ډیټابېسونو کنټرول ترلاسه کړي، نو د اروپا مېشتو افغانانو بایومیټریک معلوماتو، پتو او کورنۍ معلوماتو ته به لاسرسی پیدا کړي.
هغه همدارنګه خبرداری ورکړی چې دا معلومات کېدای سي د ګواښ، فشار او ناوړه استفادې لپاره وکارول سي.
اندېشه ټینګار کړی چې طالبان دا بهیر په افغانستان کې د یوه سیاسي او تبلیغاتي لاسته راوړنې په توګه وړاندې کوي.




