طالبانو نیول سویو خبریالانو ته د وکیل لاسرسی نه دی ورکړی

سرچینې وایي چې د طالبانو استخباراتو نیول سویو خبریالانو ته د مدافع وکیل ته د لاسرسي اجازه نه ده ورکړې او له کورنیو سره یې د هغوی د لیدو مخه هم نیولې ده؛ هغه موضوع چې د رسنیو د آزادۍ او د تورنو کسانو د حقونو په اړه یې اندېښنې زیاتې کړې دي.
طالبانو نیول سویو خبریالانو ته د وکیل لاسرسی نه دی ورکړی

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ سرچینې وایي چې د طالبانو استخباراتو، منصور نیازي او عمران دانش، دوه نیول سوي خبریالانو، ته د مدافع وکیل د لاسرسي اجازه نه ده ورکړې او له کورنیو سره یې د هغوی د لیدو مخه نیولې ده.

رسنیو مخکې د ثور په ۲۰مه د دغو دوو خبریالانو د نیول کېدو خبر ورکړی وو. د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند ،خبیب غفران دوه ورځې وروسته د هغوی نیول کېدل تایید کړل.

طالبانو اعلان کړی چې د دغو دوو خبریالانو دوسیې تر څېړنې لاندې دي. منصور نیازي، چې د طلوع‌نیوز د خبرونو ویاند او د سیاسي پروګرامونو وړاندې کوونکی دی، د پنجشنبې په ورځ (د ثور ۱۷مه) د کابل د کارته چهار په سیمه کې د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول سوی دی.

عمران دانش، چې د طلوع‌نیوز د سیاسي برخې ویاند او مسوول دی، هم د شنبې په ماښام په وزیر اکبرخان کې د دې رسنۍ دفتر ته نږدې نیول سوی دی.

طلوع‌نیوز د دغو دوو خبریالانو نیول کېدل تایید کړي، خو د نیولو د لامل په اړه یې څه نه دي ویلي. تر دې مخکې، د بښنې نړیوال سازمان هم د دغو خبریالانو د نیول کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د هغوی د آزادېدو غوښتنه یې کړې وه.

په نږدې پنځو کلونو کې د طالبانو قضایي نظام د دې له امله تر سختو نیوکو لاندې راغلی چې بندیان د مدافع وکیل له لاسرسي بې‌برخې دي، له کورنۍ سره د لیدو محدودیتونه شتون لري او د دوسیو د څېړنې بهیر کې شفافیت نه لیدل کېږي.

نیوکه کوونکي وایي چې دا وضعیت د عادلانه محاکمې له اصولو سره په ټکر کې دی او د تورنو کسانو د حقونو د تضمین او د قضایي نظام د شفافیت د نشتوالي ښکارندویي کوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x