د معمار خبري آژانس د راپور له مخي؛ احمد مسعود، د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر، د اروپا د پارلمان له غړو څخه د طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو د مخالفت له امله مننه کړې.
احمد مسعود د شنبې په ورځ، د جوزا په دوهمه، په ایکس ټولنیزه شبکه کې د اروپا د پارلمان مرستیالې پینا پیچیرنو ته په یو پیغام کې ټینګار کړی چې انساني او دموکراتیک ارزښتونه باید د سیاسي مصلحتونو قرباني نه سي.
مسعود د قانون او ارزښتونو پر بنسټ د نړیوال نظم د ورځ تر بلې کمزوري کېدو ته په اشارې ویلي چې اروپا باید لا هم هغو اصولو ته ژمن پاتې سي چې کلونه یې دفاع کړې ده. هغه د بشري حقونو، دموکراسۍ، د انسان کرامت او د قانون حاکمیت یادونه کړې او خبرداری یې ورکړی چې دا ارزښتونه باید له یوه داسې رژیم سره د تعامل په سیوري کې له پامه ونه غورځول سي چې هغه یې ترهګر رژیم بولي.
د ملي مقاومت جبهې مشر همدارنګه ویلي چې تاریخ به د هغو کسانو یاد وساتي چې د افغانستان په تر ټولو سختو دورو کې د عدالت، آزادۍ او انساني کرامت تر څنګ ودرېدل.
د احمد مسعود څرګندونې په داسې حال کې سوي چې د اروپايي ټولنې له لوري د طالبانو د تخنیکي غونډو لپاره بروکسل ته د بلنې پرېکړه له پراخو سیاسي او بشري حقونو له نیوکو سره مخ سوې ده. اروپايي کمیسیون تایید کړې چې د سویډن له حکومت سره په همکارۍ د اوړي په موسم کې د دغو غونډو د جوړېدو پلان لري، خو دقیق وخت یې لا نه دی معلوم سوي.
دا لومړی ځل دی چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د کابل له سقوط وروسته اروپايي ټولنه په رسمي ډول د طالبانو استازي غونډو ته رابولي. د اروپايي کمیسیون ویاند مارکوس لامرت ویلي چې د اروپايي ټولنې د کډوالۍ چارواکو او د سویډن د عدلیې وزارت په یوه لیک کې طالبان دې غونډې ته بللي دي.
په همدې حال کې پینا پیچیرنو خبرداری ورکړی چې له طالبانو سره هر ډول سیاسي تعامل یا هوکړه کولای سي د داسې حکومت مشروعیت وګڼل سي چې د هغې په وینا د ښځو پر ضد یې د بشریت جرمونه ترسره کړي دي.




