د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره ټیلیفوني خبرې اترې وکړې

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ، سید عباس عراقچي او د ملګرو ملتونو سرمنشي ، انتونیو ګوترش په یوه ټیلیفوني خبرو کې د سیمه‌ییزو او نړیوالو بدلونونو، په ځانګړي ډول د فارس خلیج د سیمې د وضعیت په اړه نظرونه تبادله کړل.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ایران اسلامي جمهوریت پر ضد د تحمیل سوې جګړې د پای ته رسولو لپاره د روانو ډیپلوماټیکو هڅو د وروستي وضعیت د څرګندولو ترڅنګ، د امریکا د ژمنو ماتولو مخینه، په ځانګړي ډول د ډیپلوماسۍ پر وړاندې پرله‌پسې خیانتونه، پر ایران پوځي بریدونه، متضاد دریځونه او ډېرې غوښتنې د پاکستان په منځګړیتوب د خبرو د بهیر د ګډوډېدو لامل وبلل.

عراقچي ټینګار وکړ: د ایران اسلامي جمهوریت سره له دې چې پر امریکا سخت بې‌باوري دي، بیا هم په مسوولانه چلند او بشپړ جديت سره دې ډیپلوماټیک بهیر ته ننوتی او د عادلانه او معقولې پایلې د ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي.

په دې ټیلیفوني خبرو کې د نیویارک د نه خپرېدو تړون د بیاکتنې کنفرانس د بحثونو په اړه هم خبرې وسوې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي هم د هېوادونو د واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا پر ضد د زور کارولو مخالفت وکړ او د ملګرو ملتونو د منشور پر اصولو د پابندۍ او په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د ډیپلوماټیکو لارو د کارولو پر اړتیا یې ټینګار وکړ.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x