د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د ګډ امنیتي تړون سازمان اعلان کړی چې له شانګهای همکارۍ سازمان او د ګډو خپلواکو دولتونو ټولنې سره به ګډه ناسته د منځنۍ آسیا او افغانستان د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه ترسره سي.
طالقبیک ماسادیکوف ، د دې سازمان عمومي منشي ویلي چې دا ناسته به د روان میلادي کال په دویمه نیمایي کې ترسره سي. هغه دا خبره د سهشنبې په ورځ (۲۹ ثور) د روسیې له تاس خبري آژانس سره په خبرو کې کړې ده.
د هغه په وینا، دا درې سیمهییز بنسټونه په منظم ډول د لوړې کچې ناستې او لیدنې ترسره کوي او په راتلونکې ناسته کې به اصلي تمرکز د سیمې امنیتي بدلونونو او د افغانستان وضعیت ته وي. د دې ناستې موخه د امنیتي ګډو ننګونو پر وړاندې د اړخونو ترمنځ د همغږۍ زیاتول بلل سوي دي.
د ګډ امنیتي تړون د سازمان عمومي منشي همداراز زیاته کړې چې دا ډول مشورې به هر کال دوام وکړي. هغه ویلي چې دا سازمان غواړي خپلې همکارۍ له آسهآن او د افریقا له اتحادیې سره هم پراخې کړي؛ دا ګام د نړیوالو همکاریو د پیاوړتیا او د له سیمهییزو بهرنیو ګواښونو سره د مبارزې لپاره پورته کېږي.
ماسادیکوف دا څرګندونې د «د نړیوالې سولې او ثبات د پیاوړتیا لپاره یو ځای» تر عنوان لاندې د غونډې په څنډه کې د ویانا د امنیت او همکارۍ سازمان په مرکزي دفتر کې کړې دي.
په دې غونډه کې همداراز د افغانستان د وضعیت پر دوامدارې څارنې ټینګار سوی دی.
هغه تر دې مخکې د روان کال د ثور په پنځمه ، د روسیې د امنیت شورا له منشي ، سرګي شویګو، سره هم لیدلي وو او د راتلونکو پلانونو په اړه یې خبرې کړې وې.
له بلې خوا، د روسیې د امنیت شورا منشي مخکې ویلي وو چې اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۸ تر ۲۳ زره پورې وسلهوال فعالیت لري او ټینګار یې کړی وو چې د افغانستان وضعیت د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو لپاره ځانګړی اهمیت لري.




