په هرات کې د طالبانو تر شکنجې لاندې ، د یو زنداني ځوان مړینه

په هرات ولایت کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي چې صفی‌الله رسولی، ۲۵ کلن ځوان، له نږدې ۲۱ ورځو بند وروسته د طالبانو په زندان کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په هرات کې د طالبانو تر شکنجې لاندې ، د یو زنداني ځوان مړینه

په هرات ولایت کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي چې صفی‌الله رسولی، ۲۵ کلن ځوان، له نږدې ۲۱ ورځو بند وروسته د طالبانو په زندان کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د هغه د کورنۍ په وینا، دا ځوان د نشه‌یي توکو د لېږد د تور په اړه د اعتراف اخیستو لپاره د څیړنو پر مهال شکنجه سوی وو.

د کورنۍ غړو د چهارشنبې په ورځ، د ثور په ۳۰مه، تایید کړې چې د هغه جسد یې تسلیم کړی دی او وایي د شکنجې ښکاره نښې، لکه د غاړې او د بدن په ځینو برخو کې توروالی او سرخي، د هغه پر جسد لیدل کېدې.

د موجودو معلوماتو له مخې، صفی‌الله شاوخوا ۲۱ ورځې وړاندې د یوې دوسیې په تړاو چې د یوې موټرسایکل د مالکیت سره تړلې وه نیول سوی وو.

د کورنۍ په وینا، هغه دا موټرسایکل له اسنادو پرته له خپلو ملګرو اخیستی وو، خو وروسته یو بل کس د اسنادو په وړاندې کولو سره د هغې د مالکیت ادعا کړې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x