د امریکا سنا د چهارشنبې په سهار د ۵۰ موافقو او ۴۷ مخالفو رایو سره د ډونالډ ټرمپ د جګړې د واکونو د محدودولو پرېکړهلیک د مخته وړلو ته رایه ورکړه. دا طرحه د امریکا حکومت مکلفوي چې د ایران پر وړاندې د هر ډول پوځي شخړې د دوام لپاره د کانګرس اجازه ترلاسه کړي.
دا پرېکړهلیک چې موخه یې دا ده چې ډونالډ ټرمپ یوازې د کانګرس له اجازې پرته د ایران سره د جګړې د پای ته رسولو ته مکلف نه سي، د جګړې له پیل راهیسې تر دې پړاو پورې لومړی ځل پرمختګ کړی دی. خو سره له دې، د دې پرېکړهلیک د قانون کېدو چانس ډېر کم بلل کېږي.
دا پرېکړهلیک د ویرجینیا ایالت د ډیموکرات سناتور ، ټیم کین له خوا وړاندې سوی دی.
د دې طرحې د شرطونو له مخې، د امریکا ولسمشر مکلف دی چې د دې هېواد وسلهوال ځواکونه له هر ډول شخړې څخه په داخل یا د ایران پر ضد وباسي؛ تر هغه چې کانګرس په رسمي ډول د جګړې اعلان نه وي کړی یا یې د نظامي ځواک د کارونې مشخصه اجازه نه وي ورکړې.
د راپورونو له مخې، دا طرحه د نږدې ټولو ډیموکرات سناتورانو او څلورو جمهوريپالو په ملاتړ لومړنۍ تصویب ته رسېدلې ده. د لوئیزیانا ایالت جمهوريپال سناتور «بیل کسيدي» هم د هغو کسانو په ډله کې وو چې د دې پرېکړهلیک د مخته وړلو ملاتړ یې وکړ.
دا رایهګیري یوازې لومړنی ګام دی او لا هم د دې وروستۍ تصویب په دواړو مجلسونو کې یقیني نه دی. همداراز تمه کېږي چې که دا طرحه تصویب سي، ولسمشر به یې ویټو کړي.
خو ډیموکراتان ټینګار کوي چې د دې طرحې تصویب، که ویټو هم سي، مهم سیاسي پیغام لري او د سپینې ماڼۍ پر تګلاره به د ایران پر وړاندي د جګړې په اړه اغېز ولري.
د امریکا سنا تر دې مخکې اووه ځله د داسې پرېکړهلیک په تصویب کې پاتې راغلې وه، خو د ۶۰ ورځني ضربالاجل له نږدې کېدو سره د ایران پر وړاندې د ټرمپ د سیاستونو په اړه د جمهوريپالو ترمنځ ځینې اختلافونه هم څرګند سوي دي.




