د ایران د بهرنیو چارو وزیر: د جګړې ډګر ته بېرته ستنېدل به له لا ډېرو حیرانوونکو پایلو سره مل وي

سید عباس عراقچي ، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړی چې ډاډه اوسئ، د جګړې ډګر ته بېرته ستنېدل به له لا ډېرو حیرانوونکو پایلو سره مل وي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر: د جګړې ډګر ته بېرته ستنېدل به له لا ډېرو حیرانوونکو پایلو سره مل وي

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ سید عباس عراقچي ، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په ټولنیزې شبکې ایکس کې په خپاره کړي پیغام کې ویلي: «ډاډه اوسئ، د جګړې ډګر ته بېرته ستنېدل به له لا ډېرو حیرانوونکو پایلو سره مل وي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې د ایران پر ضد د جګړې له پیل څو میاشتې وروسته، د امریکا کانګرس د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د لسګونو الوتکو د له منځه تلو اعتراف کړی دی.

عراقچي ویلي: «اوس په رسمي ډول تایید سوې چې زموږ ځواکمنو وسله‌والو ځواکونو په نړۍ کې لومړی هغه ځواک وو چې د F-35 پرمختللې او مشهوره جنګي الوتکه یې راوغورځوله.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې د ترلاسه سویو درسونو او زده کړو په رڼا کې، ډاډه اوسئ چې د جګړې ډګر ته بېرته ستنېدل به له لا ډېرو حیرانوونکو پایلو سره مل وي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x