د هغو راپورونو له مخې چې د سرچینو په حواله خپاره سوي دي، ویل کېږي نصیر احمد احمدي، د کابل د یولسمې امنیتي حوزې د طالبانو آمر، هغه څو موټرونه چې د پخواني حکومت له سقوط وروسته د امریکا د سفارت له ساحې څخه ترلاسه سوي وو، په خپل اختیار کې لرل او له هغو څخه یې یوه برخه پلورلې ده.
په راپورونو کې ویل سوي چې نوموړی د کابل د سقوط پر مهال شاوخوا یوه میاشت د امریکا د سفارت په ساحه کې پاتې سوی وو او وروسته د یولسمې امنیتي حوزې د آمر په توګه ټاکل سوی دی. سرچینې ادعا کوي چې نوموړي څلور موټرې چې پکښې لندکروزر، زغروال هایلکس، لوکسل او یو عادي هایلکس شامل دي، له سفارته دې حوزې ته انتقال کړې دي.
د سرچینو په وینا، د هایلکس له ډلې یو موټر له رنګ بدلولو وروسته شاوخوا یو نیم کال وړاندې په پټه پلورل سوی او د هغه بیه شاوخوا ۷۵۰۰ ډالره ټاکل سوې وه. وروسته د هغه په بدل کې دوه نور موټرونه اخیستل سوي چې له هغې ډلې یو موټر بیا هم وروسته پلورل سوی دی.
همداراز په راپورونو کې ادعا سوې چې دا موټرونه له رسمي ثبت پرته معامله سوي او د ترافیکو له څېړنو وروسته د هغوی د معاملې امکان منل سوی دی. سرچینې وایي چې یوازې محدود کسان له دې بهیر څخه خبر وو او د یولسمې حوزې نور کسان له جزییاتو ناخبره وو.
د راپور په دوام کې ادعا سوې چې دغه طالب چارواکي د دې ترڅنګ نورې شتمنۍ هم ترلاسه کړې او د پخواني دورې د پاتې وسایطو په ځینو معاملو کې هم ښکېل وو.
د راپور په بله برخه کې ویل سوي چې طالبان د افغانستان له نیولو وروسته د پاتې وسایطو او تجهیزاتو د پلور یا لېږد له موضوع سره مخ سوي دي، او تر دې وړاندې هم د وسلو او نظامي تجهیزاتو د پلور په اړه راپورونه خپاره سوي دي. همداراز ادعا سوې چې د دغو وسلو یوه برخه په سیمه کې بېلابېلو ډلو ته رسېدلې ده.
په پای کې راپورونه دا هم وایي چې په کابل کې د امریکا د سفارت د ودانۍ یوه برخه د ماشومانو او ځوانانو لپاره په یوه دیني تعلیمي مرکز بدله سوې ده.




