د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ بارونس فیونا هاجسن ، بریتانیا د اعیان جرګې غړې د دوشنبې په ورځ اعلان کړی چې د ښځو په وړاندي د طالبانو تبعیضي تګلارو د افغانستان راتلونکی له ژور بحران سره مخ کړی دی.
هغې ټینګار کړی چې د افغان ښځو د اساسي حقونو موضوع باید د نړیوالې ټولنې له لوري له پامه ونه غورځول سي او باید د نړیوالو بحثونو په مرکز کې پاتې سي.
هاجسن دا څرګندونې د بریتانیا د اعیان جرګې په غونډه کې، د «فراگیر» بنسټ د نوي راپور د وړاندې کولو پر مهال کړې او د طالبانو تر واک لاندې د افغان ښځو وضعیت په اړه یې ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
په همدې غونډه کې، انانیا کوندو ، د «فراگیر» بنسټ لوړ پوړې څېړونکې ویلي چې افغانستان د «پراخ څار او سیسټماټیک وېرې» پړاو ته داخل سوی دی.
هغې د طالبانو د امر بالمعروف قانون ته په اشارې ویلي چې زرګونه محتسبان په ښارونو کې ښځې څاري او د هغوی د جامو، د غږ لوړوالي، د موبایل کارولو یا له محرم پرته د وتلو له امله یې تر څار لاندې نیسي.
د هغې په وینا، په څو مواردو کې ښځې په لارو کې نیول سوې او حتی وهل سوې دي.
د «فراگیر» بنسټ د دوشنبې په ورځ خپل نوی راپور د «خطر زنګ؛ د افغانستان د ښځو روایتونه د جنسیتي اپارتاید او د مذهبي افراطیت د زیاتېدونکي ګواښ» تر عنوان لاندې د بریتانیا د اعیان جرګې په غونډه کې وړاندې کړ.
ددې راپور له مخې، په افغانستان کې ناامني او افراطیت زیات سوی او زیانمنېدونکي ډلې، لکه قومي او مذهبي لږکي، د پخواني حکومت کارکوونکي او له نړیوالو ادارو سره همکار کسان، له جدي هدفمن تاوتریخوالي سره مخ دي.




