طالبانو په هلمند کې د غلا په تور د درېیو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړ

په هلمند ولایت کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ اعلان کړی چې د دې ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې له یوې صرافۍ څخه د غلا وروسته درې کسان وژل سوي او دوه ملکي وګړي ټپیان سوي دي.
انفجار در هلمند جان دو کودک گرفت

په هلمند ولایت کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ اعلان کړی چې د دې ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې له یوې صرافۍ څخه د غلا وروسته درې کسان وژل سوي او دوه ملکي وګړي ټپیان سوي دي.

د دې امنیې قوماندانۍ په وینا، پېښه هغه مهال رامنځته سوه چې د غلا په تور له تورنو کسانو او د طالبانو ځواکونو ترمنځ نښته وسوه. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اړوند رسنۍ «رادیو پولیس» هم راپور ورکړی چې وژل سوي کسان وسله‌وال وو او له نښتې وړاندې یې له یوې صرافۍ څخه د پام وړ اندازه پیسې غلا کړې وې.

خو طالبانو تر اوسه د وژل سویو کسانو د هویت، د صرافۍ د نوم او د پېښې د څرنګوالي په اړه جزییات نه دي خپاره کړي.

هم‌مهاله، طالبانو ته نږدې ځینو کاروونکو داسې انځورونه خپاره کړي چې پکښې د دوو کسانو جسدونه د پاکستانیو پیسو د بستو، یوې کمري وسلې او بې‌پلېټه موټر ترڅنګ ښکاري.

دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې په وروستیو اوونیو او میاشتو کې د ځینو ولایتونو اوسېدونکو د وسله‌والو غلاوو د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده. ځینو وګړو د ویډیوګانو او سیمه‌ییزو راپورونو په خپرولو ویلي چې د موبایل، موټر، موټرسایکل، نغدو پیسو غلا او همداراز پر کورونو او دوکانونو وسله‌وال بریدونه زیات سوي دي.

که څه هم طالبانو بیا ـ بیا د «سراسري امنیت» پر تامین ټینګار کړی، خو ځینې اوسېدونکي وضعیت بل ډول بولي او سیمه‌ییز مسوولان د جرمونو او غلاوو په مهارولو کې په ناتوانۍ تورنوي. د راپورونو له مخې، په وروستیو میاشتو کې په یو شمېر ولایتونو کې له زرګرۍ او صرافیو څخه غلاوې زیاتې سوې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x