د طالبانو وزیر: زموږ نظام ټولو مذاهبو ته درناوی لري

په داسې حال کې چې راپورونه په افغانستان کې پر شیعه وګړو او دیني عالمانو د فشارونو د زیاتېدو څرګندونه کوي، عبداللطیف منصور ، د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ، له شیعه استازو سره په لیدنه کې ویلي چې د طالبانو نظام ټولو مذاهبو ته درناوی لري.
د طالبانو وزیر: زموږ نظام ټولو مذاهبو ته درناوی لري

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ عبداللطیف منصور ، د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ، د شیعه مذهب له یو شمېر استازو سره په لیدنه کې ویلي چې د طالبانو نظام ټولو مذاهبو ته درناوی لري.

د راپورونو له مخې، دغه څرګندونې نوموړي د سید حسن فاضل‌زاده، چې د شیعه ټولنې له مشهورو څېرو څخه دی، او د شیعه مذهب له یو شمېر نورو استازو سره په کتنه کې کړې دي.

منصور د یکشنبې په ورځ، ۲۷ ثور ویلي چې په افغانستان کې اوس مهال «اسلامي نظام» حاکم دی او خلک د دغه نظام ملاتړ کوي. هغه زیاته کړې: «زموږ نظام ټولو مذاهبو ته درناوی لري.»

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په وروستیو اوونیو او میاشتو کې د شیعه مذهب پر دیني عالمانو او عامو وګړو د فشارونو، نیونو او تاوتریخوالي په اړه ګڼ راپورونه خپاره سوي دي.

په یوه وروستي پېښه کې، حسین‌داد شریفي، یو شیعه روحاني، ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف ځواکونو هغه د «موقت نکاح» د ثبت له امله وهلی ټکولی دی. هغه دا هم ادعا کړې چې په وروستیو ورځو کې لسګونه شیعه عالمان د طالبانو لخوا نیول سوي او له هغوی څخه ژمنه اخیستل سوی ده.

شریفي له طالبانو غوښتنه کړې چې خپله تګلاره بدله کړي او د شیعه مذهب عالمانو او عامو وګړو ته سپکاوی ونه کړي.

په تېرو میاشتو کې هم د شیعه روحانیونو د نیولو ګڼې پېښې راپور سوې دي. له دې ډلې، حسین عظیمي، یو پېژندل سوی شیعه روحاني، د حمل په ۱۳مه د هرات په جبرئیل ښارګوټي کې نیول سوی او نامعلوم ځای ته لېږدول سوی وو. طالبانو تر اوسه د هغه د نیولو د علت او ځای په اړه څه نه دي ویلي.

همدارنګه د حوت په ۲۸مه، د هرات یو شمېر شیعه روحانیون د طالبانو له خوا ځکه نیول سوي وو چې د اختر لمونځ یې د طالبانو له اعلان سوي نېټې سره سم نه وو ترسره کړی.

له دې سره، د بلخ پوهنتون یو شمېر زده‌کوونکو مخکې ادعا کړې وه چې طالبانو له هغوی غوښتي وو چې خپل مذهب حنفي فقهي ته بدل کړي.

د خپرو سویو اسنادو له مخې، په بدخشان کې د طالبانو د علماوو شورا ویلي وو چې د اسماعیلي مذهب پیروان که سني مذهب ته واوړي، د مالي امتیازاتو او امنیتي مصونیت څخه برخمن کېږي.

د شیعه ټولنې پر وړاندې د فشارونو زیاتوالی او د تبعیضي چلندونو راپورونو د بشري حقونو د فعالانو، سیاستوالو او د ټولنیزو شبکو د کاروونکو پراخ غبرګونونه راپارولي دي. نیوکه کوونکی طالبان په مذهبي تبعیض او پر ټولو وګړو د حنفي فقهې د منلو په هڅه تورنوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x