طالبانو خپل رسنیز غړی ، جنرال مبین له زندانه آزاد کړ

د طالبانو حکومت ، محمد مبین، چې په «جنرال مبین» مشهور دی او د دې ډلې پخوانی غړی او نږدې رسنیزه څېره بلل کېږي، له ۱۳ میاشتو بند وروسته له زندانه آزاد کړی دی.
استخبارات طالبان از بازداشت «جنرال مبین» خبر داد

د طالبانو حکومت ، محمد مبین، چې په «جنرال مبین» مشهور دی او د دې ډلې پخوانی غړی او نږدې رسنیزه څېره بلل کېږي، له ۱۳ میاشتو بند وروسته له زندانه آزاد کړی دی.

 مبین په ټولنیزو شبکو کې د یوه ویډیويي پیغام په خپرولو سره ویلي چې د طالبانو نظامي محکمې هغه ته د ۱۸ میاشتو بند سزا ورکړې وه، خو د طالبانو د مشر په امر او د ۱۳ نیمو میاشتو بند تېرولو وروسته د پلچرخي له زندان څخه ازاد سوی دی.

هغه په دې ویډیو کې یو ځل بیا د طالبانو د حکومت ملاتړ څرګند کړی او د خپل بند د مودې په اړه یې ویلي چې ښايي په تېرو شلو کلونو کې یې داسې خبرې کړې وي چې د طالبانو د مشرانو خوښې نه وې، خو په وینا یې دا ډول څرګندونې به په راتلونکي کې تکرار نه کړي.

جنرال مبین همداراز ویلي چې اوس په خپل شخصي کور کې مېشت دی.

محمد مبین د طالبانو له پېژندل سویو رسنیزو څېرو څخه دی، او له ۲۰۲۱ کال وروسته د دې ډلې تر بیا واکمنېدو وروسته یې د حکومت په جوړښت کې هم دندې ترسره کړې وې.هغه تر ډېره په ټولنیزو شبکو کې د پاکستان پر ضد د سختو او نيوکه ييزو دریځونو له امله پېژندل کېږي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x