د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ بابر فرهمند ، د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا پخواني مرستیال ویلي چې په افغانستان کې د ترکستان غوښتونکي جریانونه د هېواد د رسمي پولو په چوکاټ کې د خپلو مدني حقونو د ترلاسه کولو غوښتونکي دي او د افغانستان د وېش یا تجزیې کومه موخه نه لري.
هغه همداراز ټینګار کړی چې ترکژبې هېوادونو هم د افغانستان د تجزیې په اړه هېڅ لېوالتیا نه ده ښودلې.
ښاغلي فرهمند د شنبې په ورځ، د ثور په ۲۶مه، په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د ترکستان غوښتنې مفکوره د افغانستان له ټولنیزو واقعیتونو څخه سرچینه اخلي او موخه یې د سیمهییز هویت ساتنه او د نفوسو د جوړښت د بدلون مخنیوی دی.
هغه د دې جریان هر ډول بهرنۍ سرچینه رد کړې او څرګنده کړې یې ده چې ترکژبې هېوادونه د افغانستان له تجزیې ملاتړ نه کوي، ځکه د هغه په وینا «ټوټه سوی افغانستان د هېچا په ګټه نه دی.»
د ملي مصالحې عالي شورا پخواني مرستیال خبرداری ورکړی چې د دغو غوښتنو له پامه غورځول او له هغوی سره دښمنانه چلند کول، کولای سي په افغانستان کې لا ژور بحرانونه رامنځته کړي.
هغه له سیاسي جریانونو غوښتي چې د تحریف او پارونې پر ځای، د تاریخي او قومي اختلافاتو د حل لپاره سیاسي لارې چارې ولټوي.
د بابر فرهمند څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې نقیبالله فایق، د فاریاب پخواني والي، تر دې وړاندې ویلي وو چې د افغانستان شمالي سیمې له میمنې تر بدخشان پورې «جنوبي ترکستان» بلل کېږي او په افغانستان کې میلیونونه ترکتباره وګړي د یوه خپلواک دولت د جوړېدو غوښتونکي دي.
فایق همداراز ټینګار کړی وو چې دا لیدلوری یوازې د هغه شخصي نظر نه دی، بلکې د افغانستان د یوې برخې ترکتباره خلکو د غوښتنې څرګندونه ده.




