د معمار خبري آژانس د راپور له مخې ؛ د افغانستان د شمال زون په ولایتونو کې طالب چارواکو اعلان کړی چې له هېواد څخه بهر په جهاد کې ګډون او د نورو وسلهوالو ډلو غړیتوب له شرعي پلوه جواز نه لري.
عطاالله زید ، په بلخ ولایت کې د طالبانو د والي ویاند، ، ویلي چې دغه موضوع په هغې غونډه کې مطرح سوې چې د بلخ، سمنګان، جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو د والیانو، امنیه قوماندانانو او د استخباراتو د رئیسانو په ګډون په سرپل ولایت کې جوړه سوې وه.
د نوموړي په وینا، په دې غونډه کې د یو شمېر دیني عالمانو د فتواوو پر بنسټ ټینګار سوی چې له افغانستان څخه بهر جګړه او له نورو وسلهوالو ډلو سره یوځای کېدل شرعي مشروعیت نه لري.
دغه غونډه داسې مهال ترسره کېږي چې تر دې وړاندې د هېواد په شمال او شمالختیځ کې طالبانو ته نږدې ځینو دیني عالمانو د پاکستان پر ضد جګړه جهاد بللې وه.
د بلخ د والي ویاند همداراز ویلي چې په دې غونډه کې د طالبانو پر ضد د تبلیغاتو د مخنیوي، د اسلامي امارت د قوانینو د تطبیق، پوځي محکمې ته د سرغړوونکو د معرفي کولو، د بېسرپناه کسانو د راټولولو او د نشهیي توکو د کروندو د لهمنځه وړلو په اړه هم بحث او پرېکړې سوې دي.
هغه زیاته کړې چې د چارواکو د پرېکړې له مخې، د هبتالله اخوندزاده لیکل سوی کتاب «عقیده اهلالسنت والجماعت» به په ټولو دولتي ادارو کې تدریس سي.




