د معمار خبري آژانس د راپور له مخي؛ یو شمېر افغان وګړي په ټولنیزو شبکو کې د طالبانو د لوړپوړو چارواکو د کبابخوړلو د یوه ویډیو په خپرېدو سره د هېواد پر اقتصادي او معیشتي وضعیت سختې نیوکې کړې دي او وايي، په داسې حال کې چې ډېری وګړي له فقر او لوږې سره لاس او ګرېوان دي، د طالبانو چارواکي په تفریح او عیش کې بوخت دي.
په دې ویډیو کې چې د چهارشنبې په ورځ (د ثور ۲۳مه) په پراخه توګه په ټولنیزو شبکو کې خپره سوې، د سراجالدین حقاني په ګډون د طالبانو د کورنیو چارو وزیر ، او نور لوړپوړي کسان د کباب خوړلو په حال کې لیدل کېږي.
نېوکه کوونکي وايي طالبان تل هڅه کوي د هېواد وضعیت عادي وښايي، خو د دې ډلې د ځینو چارواکو کړنې او ژوند د هغوی له اعلان سویو شعارونو سره همغږي نه لري.
د ټولنیزو شبکو یو شمیر کاروونکو ټینګار کړی چې د دوی نیوکه د کباب خوړلو پر عمل نه ده، بلکې د هغه څه پر وړاندې ده چې دوی یې د طالبانو د زهد او تقوا ننداره بولي، او وایي چې دا ډله د خپلو خبرو او عمل ترمنځ څرګند تضاد لري.
دا غبرګونونه په داسې حال کې مطرح کېږي چې یو شمېر ښوونکي وايي طالبان د هغوی معاشونه په منظم ډول نه ورکوي او ډېری یې نږدې دوه میاشتې کېږي چی معاش يي نه دی ترلاسه کړی.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام وروستي راپور ښايي چې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۷۴ سلنه افغان وګړي د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي.
دغه بنسټ همدارنګه ویلي چې که څه هم د افغانستان اقتصاد ۱.۹ سلنه وده کړې، خو لا هم د هېواد اقتصادي وضعیت خورا کمزوری دی او د نفوس د چټکې ودې د اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري.




