د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د بریکس په غونډه کې چې په نوي ډیلي کې ترسره سوه، ویلي چې د ایران اړوند هرې مسئلې ته نظامي حللاره نسته او ټینګار یې کړی چې ایران هېڅکله د کوم فشار یا ګواښ پر وړاندې سر نه ټیټوي. هغه زیاته کړې چې باید ټولو ته روښانه سوې وي چې ایران نه ماتېدونکی هېواد دی او هرکله چې تر فشار لاندې راځي، تر پخوا ډېر قوي او متحد راڅرګندېږي.
سیدعباس عراقچي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر، نن (پنجشنبه) د ثور په ۲۴مه د بریکس د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې وویل چې لکه څنګه چې ټولو لیدلي، د دوی هېواد په تېرو نږدې یو کال کې دوه ځله د امریکا او اسرائیلو له لوري د وحشیانه او غیرقانوني بریدونو هدف ګرځېدلی دی.
عراقچي زیاته کړه چې پر ایران د بریدونو لپاره داسې درواغجن توجیهات وړاندې سوي چې د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس د ارزونو او حتی د امریکا د استخباراتي ادارو له راپورونو سره په ټکر کې دي. د هغه په وینا، ایران د نورو خپلواکو هېوادونو په څېر د غیرقانوني پراختیا غوښتنې او جګړهاچونې قرباني سوی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل چې دا ډول پېښې په اوسني نړیوال نظام کې هېڅ ځای نه لري. هغه زیاته کړه هغه کسان چې د بېپروا خطرناکو اقداماتو هڅه کوي ښايي فکر وکړي چې دا کار د دوی د جیوپولیټیکو ګټو لپاره دی، خو په حقیقت کې د سیمې بېثباتي د ټولو لورو لپاره زیانمن وضعیت دی. د هغو کسانو په ګډون چې خپله د تېري عاملان دي.
د زورورو قدرتونو د ارادې او هوس پر وړاندې نه یو تسلیم سوي.
عراقچي وویل: د دې سخت او ویرونکي تاوتریخوالي په وړاندې، د ایران وګړو په استقامت او ویاړ سره د خپل ځان دفاع کړې ده. ایا موږ د خپلواکۍ له آرمانه شاته سوو؟ ایا د زورورو قدرتونو د ارادې او غوښتنو پر وړاندې تسلیم سوو؟ روښانه ځواب دا دی: هېڅکله نه، او هېڅکله به تسلیم نه سوو.
د بهرنیو چارو وزیر وویل: زه له یوه لرغوني هېواد څخه راغلی یم، داسې هېواد چې مشران یې د عدالت، خپلواکۍ او د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع لپاره د خپل ولس ترڅنګ په زړورتیا ولاړ دي او خپل ژوند یې د ملي او تاریخي آرمانونو لپاره قرباني کړی دی.
عراقچي زیاته کړه: زه د هغه ایران په استازیتوب خبرې کوم چې وسلهوال ځواکونه، روغتیايي کارکوونکي، ښوونکي او امنیتي ځواکونه یې هېڅکله خپله شخصي خوندیتوب د هغو خلکو د ژغورنې پر وړاندې نه دی غوره کړی چې د هغوی د ساتنې مسوولیت ور سپارل سوی وو، بلکې په ویاړ سره یې د انسانیت په لومړۍ کرښه کې خدمت کړی دی.
ایران نه ماتېدونکی هېواد دی
د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر خپلو خبرو ته دوام ورکړ او څرګنده یې کړه: زه د هغه ولس له لوري خبرې کوم چې د ویرونکو بمبارونو لاندې یې مقاومت غوره کړ، د میناب د میندو له خوا چې د خپلو اولادونو د له لاسه ورکولو د غم تر درانه بار لاندې هم ټیټې سوې، د هغو ځوانانو له خوا چې نه پرېږدي د جګړې دوړې د هغوی روښانه راتلونکی له منځه یوسي، او د هغه ملت له لوري چې د ټولو فشارونو سره سره لا هم په یوه ازاد، باثباته او عادلانه نړۍ باور لري.
عراقچي وویل: اوس باید ټولو ته روښانه سوې وي چې ایران نه ماتېدونکی هېواد دی او هرکله چې تر فشار لاندې راځي، تر پخوا ډېر پیاوړی او متحد راڅرګندېږي.
لکه څنګه چې موږ په بشپړ توان سره د خپل هېواد او آزادۍ د دفاع لپاره د جګړې چمتووالی لرو، په هماغه اندازه د ډیپلوماسۍ د تعقیب او ساتنې لپاره هم چمتو یوو.
هغه زیاته کړه: لکه څنګه مې چې څو ځله ټینګار کړی، د ایران اړوند هرې مسئلې لپاره هېڅ نظامي حللاره نسته. موږ ایرانیان هېڅکله د هېڅ ډول فشار یا ګواښ پر وړاندې سر نه ټیټوو، خو د درناوي په ژبه متقابل ځواب ورکوو. سره له دې چې زموږ پیاوړي وسلهوال ځواکونه د بهرنیو تېري کوونکو پر وړاندې د سخت او ویجاړوونکي ځواب لپاره چمتو دي، زموږ ولس د سولې غوښتونکی دی او جګړه نه غواړي. په دې شرمناکه وضعیت کې موږ تېری کوونکي نه یوو، بلکې هغه لوری یو چې پر موږ ظلم او تېری سوی دی.
د زوال په حال کې امپریالیستي قدرتونه غواړي وخت بېرته شاته وګرځوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه: په تېرو نږدې یو کال کې ما دا ویاړ درلود چې په دوو د بریکس غونډو کې ګډون وکړم، څو د ایران د حکومت باور څرګند کړم؛ هغه باور چې دا میکانیزم د نړۍ د نوي نظم د رامنځته کېدو نښه ده، داسې نظم چې پکښې نړیوال جنوب د نړۍ د راتلونکي له مهمو جوړوونکو څخه شمېرل کېږي.
هغه زیاته کړه: هغه څه چې پخوا یوازې یو لوړ او لیرې ارمان وو، نن په واقعیت بدل سوي، خو دا واقعیت لا هم نازک دی. د زوال په حال کې امپریالیستي قدرتونه غواړي وخت بېرته شاته وګرځوي او د خپل سقوط په لاره کې له نا هیلۍ ډک تهاجمي غبرګونونه ښايي.
هغه وویل: دا مسئله د بریکس پلس هېوادونو لپاره ډېر بنسټیز اهمیت لري، ځکه هغه مبارزه چې ایران پکښې ټینګ ولاړ دی، د ټولو غړو دفاع ده او د هغه نوي نړیوال نظم دفاع ده چې موږ یې د جوړولو په حال کې یوو. زموږ زړورو سرتېرو خپل ژوند د غربي تسلط او د امریکا د هغه ادعا پر وړاندې قرباني کړی چې ګواکې ځانګړی مصونیت لري.
هغه زیاته کړه: که څه هم ایران د بریکس هېوادونو له یووالۍ مننه کوي، خو اړتیا ده چې ټول هېوادونه خپلې هڅې زیاتې کړي څو د امریکا د برترۍ او مصونیت هغه احساس پای ته ورسېږي؛ داسې احساس چې په نننۍ نړۍ کې هېڅ ځای نه لري.
هغه زیاته کړه: د دې غونډې نږدې ټولو ګډونوالو لپاره د امریکا د زورزیاتي پر وړاندې مقاومت یو نابلده جګړه نه ده. زموږ ډېری هېوادونه د همدې ډول کرکجن فشار او زورزیاتي له بېلابېلو بڼو سره مخ دي. اوس هغه وخت رارسېدلی چې په ګډه دا روښانه کړو چې دا ډول چلندونه باید د تاریخ د خځلو ډنډ ته وسپارل سي.
د بهرنیو چارو وزیر وویل: نن زموږ ملتونه تر بل هر وخت ډېر یو بل ته نږدې سوي دي او موږ نسو کولای هغه ګډ او خطرناک ګواښ له پامه وغورځوو چې ټول ورسره مخ یوو.
ویرونکې نسل وژنه، د هېوادونو د حاکمیت ښکاره نقض، او په ازادو اوبو کې ښکاره سمندري غلا.
عراقچي څرګنده کړه: تاریخ ښودلې چې زوال ته نږدې امپراتورۍ د خپل حتمي برخلیک د مخنیوي لپاره له هېڅ اقدامه ډډه نه کوي. زخمي حیوان چې د سقوط په لاره روان وي، له ناهیلۍ سره منګولې لګوي او غړمبېږي. هغه زیاته کړه: د ټولو ظاهري پردو او نقابونو لیرې کېدل هغه مهال ښکاره کېږي چې لوېدیځ یا دا ویرونکې کړنې په ښکاره ډول تعقیب کړي، یا په بېشرمۍ سره یې په نړیوال جنوب کې مالي او سیاسي ملاتړ کړی وي؛ که په اسیا کې وي، که په افریقا کې او که په لاتین امریکا کې. هغه وویل: هغه څه چې پخوا نه تصور کېدونکی او سخت شرمناک ګڼل کېدل، نن یا له پامه غورځول کېږي او یا په لوېدیځو پلازمېنو کې په ښکاره ډول منل کېږي؛ لکه ویرونکي نسلوژنه، د هېوادونو د حاکمیت سخت نقض، او په ازادو اوبو کې ښکاره سمندري غلا.
بریکس دې د امریکا او اسرائیلو له لوري د نړیوالو حقوقو نقض وغندې
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وویل: دا ډول جنایات او د لوېدیځ چوپتیا د هغه احساس له امله ممکن کېږي چې ځینې هېوادونه ځانونه له حساب ورکولو او جزا څخه خوندي ګڼي. دا غلط احساس د برترۍ او معافیت باید د ټولو له خوا له منځه یوړل سي.
عراقچي زیاته کړه: له همدې امله ایران د بریکس غړو هېوادونو او د نړیوالې ټولنې له ټولو مسؤلو غړو غوښتنه کوي چې د امریکا متحده ایالاتو او اسرائیلو له لوري د نړیوالو حقوقو نقض، په ځانګړي ډول پر ایران د هغوی غیرقانوني تېری، په ښکاره توګه وغندې؛ د نړیوالو بنسټونو له سیاسي کېدو مخنیوی وکړي او عملي اقدامات ترسره کړي څو جګړهاچونه ودروي او د ملګرو ملتونو د منشور د سرغړونکو د معافیت حالت پای ته ورسوي.
هغه په پای کې وویل: موږ باور لرو چې بریکس کولای سي ـ او باید ـ د نړیوال نظم د جوړولو له مهمو ستنو څخه سي؛ داسې نظم چې لا عادلانه، متوازن او انساني وي، او پکښې ځواک هېڅکله د حق ځای و نه نیسي.
هغه وویل: هغه ملتونه چې د خپل عزت او خپلواکۍ لپاره درېږي، ښايي ډېرې سختۍ وزغمي، خو هېڅکله به مات نه سي.




