شي جينګ پینګ او ډونالډ ټرمپ سره ليدنه وکړه

د چین د ولسمشر ، شي جينګ پینګ او د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ترمنځ رسمي خبرې د تشریفاتي مراسمو له ترسره کېدو وروسته پیل سوې.
شي جينګ پینګ او ډونالډ ټرمپ سره ليدنه وکړه

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د چین او امریکا د مشرانو خبرې اترې د پنجشنبې په ورځ د ثور ۲۴مه، په بېجینګ کې د وګړو د لوی تالار په ودانۍ کې، چین ته د ډونالډ ټرمپ د رسمي سفر (د مې له ۱۳ تر ۱۵مې) په چوکاټ کې ترسره سوې.

د چین ولسمشر شي جينګ پینګ د غونډې په پیل کې ټرمپ ته وویل چې د مهمو موضوعاتو په اړه له هغه سره خبرو او د نظرونو تبادلې ته لېواله دی.

د چین ولسمشر ټینګار وکړ: «ما تل باور درلود چې د چین او امریکا ترمنځ ګډې ګټې د دواړو هېوادونو له اختلافونو ډېرې دي.»

هغه همداراز ټرمپ ته وویل: «ټوله نړۍ زموږ لیدنه څاري.»

د چین ولسمشر په دې لیدنه کې خبرداری ورکړ چې د تایوان مسئلې سره ناسم چلند کولای سي دواړه هېوادونه تقابل او حتی شخړې ته یوسي او د چین او امریکا اړیکې په خطرناک ډول کمزورې کړي.

د روسي ریانووستي خبري آژانس د راپور له مخې، شي جينګ پینګ خبرداری ورکړی چې که د تایوان مسئلې ته په ناسم ډول چلند وسي، د چین ولسي جمهوریت او امریکا ترمنځ شخړه رامنځته کېدای سي چې د دواړو هېوادونو اړیکې به سختې خرابې کړي. هغه ټینګار وکړ چې «د تایوان خپلواکي د تایوان له سولې سره همغږي نه ده» او زیاته یې کړه: «د تایوان مسئلې سره سم چلند د چین او امریکا د دوه اړخیزو اړیکو په ساتلو کې مرسته کوي.»

ټرمپ هم د چین ولسمشر ته وویل: «باید ووایم چې دا داسې ویاړ وو چې ډېر لږو کسانو به تر اوسه ورته تجربه کړی وي. زه او ته له ډېر وخت راهیسې یو بل پېژنو. په حقیقت کې، زموږ د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو ترمنځ تر ټولو اوږده اړیکه لرلې ده او دا زما لپاره ویاړ دی.»

هغه ادعا وکړه: «موږ بې سارې اړیکې لرلې دي. تل مو له یو بل سره ښه چلند کړی. هر وخت چې کومه ستونزه رامنځته سوې، موږ حل کړې ده. ما تاته زنګ وهه او تا ماته زنګ وهه. او هر کله چې مو ستونزه لرله ـ هغه څه چې خلک پري نه پوهېږي ـ موږ ډېر ژر حلوله. او موږ به په ګډه یو بې‌ساری راتلونکی ولرو.»

ټرمپ وویل چې چین او ستاسو ترسره سویو کارونو ته ډېر درناوی لري او زیاته یې کړه: «ته یو ستر رهبر یې. زه دا ټولو ته وایم. ته یو ستر رهبر یې. ځینې خلک نه خوښوي چې زه دا ووایم، خو بیا یې هم وایم، ځکه دا حقیقت دی. زه یوازې حقیقت وایم.»

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x