سرچینې وایي چې شفیقالله قاطع، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخوانی افسر، له دوو میاشتو څخه زیات وخت کېږي چې د طالبانو په بند کې دی.
د ترلاسه سویو معلوماتو له مخې، نوموړی د بند پر مهال لږ تر لږه یو ځل یوه نظامي روغتون ته لېږدول سوی؛ هغه موضوع چې د دغه پخواني افسر سره د احتمالي ناوړه چلند او شکنجې په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
شفیقالله قاطع، د پنجشېر ولایت د عنابې ولسوالۍ د تاواخ کلي اوسېدونکی، د تېر کال د حوت میاشتې په ۱۷مه په تخار ولایت کې د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول سوی وو. سرچینې وایي چې نوموړی څه موده وروسته په پنجشېر کې په یوه روغتون کې لیدل سوی وو.
د سرچینو په وینا، قاطع د درملنې لپاره په پنجشېر کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ روغتیایي څانګې ته لېږدول سوی وو، خو وروسته له هغې چې طالبانو پوه سول د دغه مرکز یو شمېر روغتیایي کارکوونکي د هغه دوستان او نږدې خپلوان دي، نوموړي یی بل ځای ته ولېږدوي.
سرچینو همداراز ویلي چې د هغه کورنۍ ته تر اوسه د لیدنې اجازه نه ده ورکړل سوې.
یوې بلې سرچینې ویلي چې ښايي طالبانو شفیقالله قاطع د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې سره د اړیکو په تور نیولی وي. خو دغې سرچینې ټینګار کړی چې نوموړي له نږدې دوو کلونو راهیسې له دې جبهې سره هېڅ اړیکه نه درلوده.
شفیقالله قاطع د یوه زوی او یوې کوچنی لور پلار دی او تر دې وړاندې یې په بلخ، هرات او پنجشېر ولایتونو کې د پولیسو د افسر په توګه دنده ترسره کړې وه.
د هغه نیول او ورسره د ناوړه چلند اړوند راپورونه، د افغانستان له پخوانیو امنیتي ځواکونو سره د طالبانو د چلند تازه بېلګه ګڼل کېږي. په همدې حال کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) هم مخکې د پخوانیو نظامیانو د نیولو، شکنجې او ځینو مواردو کې د وژلو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.




