د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ آلن برست ، د اروپايي ټولنې د شورا مشر ، اعلان کړی دی چي د اروپايي هېوادونو وزيران به روانه اوونۍ په مالدووا کې په يوه غونډه کې درېيمو هېوادونو ته د «ناقانونه» پناه غوښتونکو د لېږد په اړه خبرې اترې وکړې.
برست ټينګار کړی دی چي هغه کسان چي له اروپايي هېوادونو څخه ايستل کېږي، بايد د اروپايي بشري حقونو د کنوانسيون تر ملاتړ لاندي پاتې سي.
هغه د سې شنبې په ماښام ګارډين ورځپاڼې ته ويلي دي: «د لېږد د مرکزونو په اړه بحث اړینه موضوع ده. دا مسئله تر دې مخکې هم په بېلابېلو هېوادونو کي مطرح سوې وه او اوس په څو اړخيزه کچه ارزول کېږي.»
هممهاله تمه کېږي چي اروپايي وزيران يوه سياسي اعلاميه خپره کړي چي په هغې کښې به د هېوادونو د سرحدونو د کنټرول پر حق ټينګار سوی وي؛ دا اقدام وروسته له هغه مطرح سوی چي د بهرنیو مجرمانو او «ناقانونه» پناه غوښتونکو د ايستلو د مخنيوي په برخه کي د بشري حقونو د قوانينو د رول په اړه بحثونه زيات سوي دي.
د راپورونو له مخې، دا لومړی ځل دی چي د اروپايي ټولنې وزيران په رسمي ډول په درېيمو هېوادونو کي د پناه غوښتونکو د لېږد د مرکزونو د جوړېدو موضوع ارزوي. ويل سوي دي چي د برېتانيا د بهرنيو چارو وزيره، ایوټ کوپر، به هم په دې غونډه کي ګډون وکړي.
اروپايي ټولنې تر دې مخکې په درېيمو هېوادونو کي د ايستلو د مرکزونو له جوړېدو سره هوکړه کړې وه او هېوادونه لکه ډنمارک، اتريش، يونان، جرمني او هالنډ له هغو هېوادونو سره د خبرو هڅه کوي چي دغه مرکزونه به پکښي جوړېږي.
راپورونه ښايي چي دغه خبرې پر ۱۲ هېوادونو متمرکزې دي؛ له روانډا، ګانا، سينيګال، تونس، ليبيا، موريتانيا، مصر، يوګانډا، ازبکستان، ارمنستان، مونټېنېګرو او اتیوپی .
په دې لړ کي ازبکستان له اتريش سره يو تړون لاسليک کړی چي له مخې به يې ايستل سوي افغان کډوال مني.
دې طرحې يو ځل بيا د بشري حقونو د بنسټونو او د کډوالو د ملاتړو ادارو اندېښنې زياتې کړې دي. دغو ادارو خبرداری ورکړی چي د کډوالو د کنوانسيون کمزوري کېدل کولای سي د زيانمنونکو ډلو، په ځانګړي ډول هغو کسانو د ملاتړ کچه راکمه کړي چي له جګړې او ځورونې څخه تښتي.
د شمېرو له مخې، د ۲۰۱۷ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ هر کال له ۴۵۰ زرو څخه تر ۵۰۰ زرو پناه غوښتونکو ته د اروپايي ټولنې د پرېښودو امر سوی، خو له نيمايي څخه کم کسان په عملي ډول ايستل سوي دي.




