محقق خطاب نبیل ته : زوړ سوې خو مشر نسوې

محمد محقق، د افغانستان د اسلامي وحدت د خلکو د ګوند مشر، د رحمت‌الله نبیل د څرګندونو په غبرګون کي چي د دویچه‌وله له مرکه سره يې تړاو درلود، ويلي دي چي هغه زما پر وړاندي دريځ نيولی او ځيني بی بنسټه تبلیغات يې خپاره کړی دی، چي اړينه ده په ځواب کي يې يادونه وکړم او ووایم چي « زوړ سوې خو مشر نسوې».
محقق خطاب نبیل ته : زوړ سوې خو مشر نسوې

ښاغلي محقق په دې يادښت کي ليکلي دي: رحمت‌الله نبیل، د افغانستان د ملي امنيت پخوانی مشر، په يوه مرکه کي د دویچه‌وله (د آلمان غږ) سره زما پر ضد دريځ نيولی او ځيني بې‌بنسته تبليغات يې خپاره کړي دي، چي اړينه ده په ځواب کي يې ځيني څرګندونې وکړم او يادونه وکړم چي « زوړ سوې خو مشر نسوې».

په لومړي سر کې؛

ښاغلي نبیل د مجازي نړۍ خبرونه او اوازې د مستندو معلوماتو په توګه وړاندې کړي او زه یې په دې تورن کړی یم چې له جنوبي ګاونډي هېواد سره مې معامله کړې ده. باید ووایم چې پټې معاملې عموماً د امنیتي او استخباراتي عناصرو کار وي، لکه همدوی پخپله، او زه په دې برخه کې هېڅ ډول کار نه کوم. هغه زه د خپل ځان په هېنداره کې لیدلی یم، په داسې حال کې چې همدا اوس هم ښایي خپله له د یوې لویې سیمه‌ییزې استخباراتي ادارې سره په معامله کې وي، هو، دا هم یو حقیقت دی چې تر هغه وخته پورې چې زموږ او د افغانستان د خلکو ستونزه له طالبانو سره حل سوې نه وي، موږ د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت د عالي شورا په چوکاټ کې او د څلورو لسیزو راهیسې د یوه اغېزمن ګوند له آدرسه له ټولو اړوندو هېوادونو او زموږ له ګاونډیانو سره په دوامداره سلامشورو بوخت یوو او هره ممکنه لاره تعقیبوو؛ له سیاسي مذاکراتو نیولې تر میداني تحرکاتو پورې، او دا زموږ مشروع حق دی، نه پټه معامله.

دوهم:

هغه زما د هغه پيغام په اړه نيوکه کړې ده چي ما د پاکستان د وسله‌والو ځواکونو د عمومي قوماندان مارشال عاصم منير ته د ايران او امريکا تر منځ د سولې د منځګړيتوب په اړه لېږلی وو، او دا پوښتنه يې کړې ده چي ولي مې هغه ستايلی دی. په دې اړه بايد يادونه وکړم چي د سيمې او نړۍ ټول پرېکړه کوونکي مرکزونه پوهېږي چي زه يو مسلمان مجاهد يم، د هزاره قوم او شيعه مذهب يم، او زما دريځ د هغو جنايتکارو او نه تصورېدونکو کړنو په اړه چي د امريکا د ښاغلي جو بايډن، ډونالډ ټرمپ او د اسراييلو د بنيامين نتنياهو د حکومتونو له خوا د فلسطين، غزې او لبنان د مسلمانانو د نسل‌وژنې په اړه ترسره کيږي، روښانه دی او زه له هغه څخه سخت مخالفت لرم، او دا يوازي زما دريځ نه دی بلکې د ملګرو ملتونو او د نړۍ د ټولو ازادو فکر لرونکو ملتونو دريځ هم دی.

درېم:

په وروستيو کې د امريکا او اسراييلو له خوا د ايران پر اسلامي جمهوريت او د ايران پر څو زره کلن تمدن بې‌ځايه او غير قانوني تېری، او د يوه مهم اسلامي هېواد د حاکميت نقض، يوازې ايران نه دی اغېزمن کړی، بلکې د ټول بشريت نړۍ يې له بې‌ساري امنيتي او اقتصادي ستونزو سره مخ کړې ده. په داسې حالت کي د پاکستان د لومړي وزير ښاغلي شهباز شريف او د فېلډ مارشال عاصم منير اقدام د دواړو لورو تر منځ د اوربند او سولې د رامنځته کولو لپاره د هر مسلمان لپاره د قدر وړ دی. که ښاغلی نبیل د ۷۰ زرو څخه د زياتو ښځو، نارينه‌وو او ماشومانو د وژنو په اړه له فلسطين، غزې، لبنان او ايران څخه خوښي اخلي، دا د هغه د وجدان خبره ده، ځکه هغه تل د امريکا د استخباراتو په کړيو کي فعال پاتې سوی دی او د جمهوريت پر مهال يې هم د خپلو ګڼ شمېر هېوادوالو په بندي کولو يا ګوانتانامو ته په لېږلو کي د اشغالګرو ځواکونو سره همکاري کړې ده، او د دښمنانو په خدمت عادت سوی دی، له همدې امله د هغوی د جنايتونو په مقابل کي بې‌پروا دی او توپير ورته نه کوي چي يو کال فلسطين، بل کال لبنان او يمن او بل کال ايران د صهيونيزم او امريکا تر پښو لاندي وي، خو زه داسې نه يم، زما وجدان د غزې د ماشومانو د نسل‌وژني او د ايران د ميناب ښوونځي او د جنوبي لبنان د پېښو له امله سخت اغېزمن کېږي.

څلورم:

نبیل په بل ځای کي د خپلو دريځونو په ترڅ کي ويلي دي چي ايران هغوی له پاکستان ته له تګ څخه منع کړي دي. په دې اړه بايد ووايم چي موږ د ايران او يا ترکيې ملاحظات په پام کي نيسو او نه غواړو چي زموږ د اقداماتو له امله هغوی زيانمن سي، او تر اوسه مو دا غوره بللې ده چي د افغانستان مسئله د سياسي خبرو له لارې حل سي، او ايران او ترکيه په دې برخه کي هڅي کوي.


خو که طالبان سخت دريځ او لجبازي وکړي او سوله‌ييزې لارې هيڅ نتيجه ورنه کړي، په پای کي موږ د خپل هېواد او خلکو لپاره د پرېکړې حق لرو او له هرې ممکنې لارې هڅه کوو. هغوی بايد په دې پوه سي چي هغه وخت تېر سوی دی چي د هېواد د سياسي مسایلو په اړه يوازي يو لوری خبرې کولای سوای؛ نن افغانستان يا د ټولو لپاره دی يا د هيچا لپاره، دا خبره يقيني ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x