د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ د راپورونو پر بنسټ، د اروپايي کمېسيون له خوا به په نژدې راتلونکي کې د افغان کډوالو او د هغوی د بېرته لېږلو د بهير د پيل په اړه د خبرو لپاره د طالبانو چارواکي بروکسل ته وروبلل سي.
د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخي، ټاکل سوې ده چي ډېر ژر به کابل ته يو ليک ولېږل سي څو د دې ناستي د ترسره کېدو وخت وټاکل سي. ويل سوي دي چي دا ليدنه د سوېډن په همغږۍ پلان سوې ده او تر دې مخکي به دوه اروپايي پلاوي افغانستان ته سفر وکړي.
د اروپايي کمېسيون وياند ويلي دي چي د اروپايي ټولني چارواکي د طالبانو له استازو سره په بروکسل کي د تخنيکي ناستي د جوړېدو پر کار بوخت دي، خو تر اوسه يې مشخصه نېټه نه ده اعلان سوې.
دا اقدام په داسې حال کي ترسره کيږي چي شاوخوا ۲۰ اروپايي هېوادونه د افغان کډوالو د بېرته لېږلو، په ځانګړي ډول د هغو کسانو چي د جرمونو دوسيې لري، د لارو چارو د موندلو هڅه کوي.
د راپور له مخي، ځينو اروپايي هېوادونو تر دې مخکې په يو ليک کي له اروپايي ټولني غوښتي وو چي د افغان کډوالو د بېرته لېږلو د بهير د مخته وړلو لپاره ديپلوماتيک او عملي لارې چارې برابرې کړي.
دا طرحه د بشري حقونو د بنسټونو او د کډوالو د حقونو د مدافع ډلو له نيوکو سره مخ سوې ده. نيوکه کوونکي وايي چي افغانستان ته د کډوالو بېرته ستنول، په داسې هېواد کي چي له سخت بشري، انساني او اقتصادي بحران سره مخ دی، کولای سي د ډېرو کسانو ژوند له خطر سره مخ کړي.
د اروپايي ټولني د شمېرو له مخي، د ۲۰۱۳ او ۲۰۲۴ کلونو تر منځ شاوخوا يو ميليون افغان وګړو په اروپايي هېوادونو کي د پناه غوښتنه کړې ده. په ۲۰۲۵ کال کي هم افغانان لا هم په اروپا کي د پناه غوښتونکو تر ټولو لویه ډله وه.
په همدې حال کي، ځينو هېوادونو لکه جرمني تر دې مخکې د يو شمېر افغان کډوالو د بېرته لېږلو بهير پيل کړی دی.




