د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ په کندهار ولايت کې طالبانو ته نږدې سرچینې وایي چې د دې ډلې استخباراتو د هبتالله اخندزاده لوړپوړی سلاکار او د کندهار د دارالافتاء غړی ، ملا جانمحمد مدني نیولی دی.
د لږ تر لږه درېیو سرچینو، چې پکښې طالبانو پورې تړلې سرچینې هم شاملې دي، د معلوماتو له مخې ملا جانمحمد مدني څلور ورځې وړاندې د طالبانو د استخباراتو له لوري په کندهار کې نیول سوی او دا مهال په زندان کې ساتل کېږي.
سرچینې وایي هغه مخکې د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده له نږدې کسانو څخه شمېرل کېده او په ځینو مهمو موضوعاتو کې یې هغه ته سلا ورکوله.
همداراز ویل سوي چې هغه د طالبانو له مشر سره د لیدنې ډېر لاسرسی هم درلود.
یوې باخبره سرچینې ویلي چې د طالبانو د محکمو یو شمېر دوسیې د حلوفصل لپاره ملا جانمحمد مدني ته سپارل کېدې. د دې سرچینې په وینا، هغه د قتل په یوه دوسیه کې د ۸۰۰ زره پاکستانۍ روپیو د رشوت اخيستلو په تور نیول سوی دی.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، ملا جانمحمد مدني په کندهار کې د سلګونو زدهکوونکو یوه دیني مدرسه هم اداره کوي.
هغه په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر پخوانی غړی او د دې ډلې د مذاکره کوونکي پلاوي غړی وو. سرچینې وایي چې نوموړي په ۲۰۱۶ کال کې هم د درې کسیز پلاوي په چوکاټ کې، د افغانستان له پخواني حکومت سره د خبرو له پیل مخکې، اسلاماباد ته سفر کړی وو.
د سرچینو په وینا، د هغه د کورنۍ ځینې غړي لا هم په قطر کې ژوند کوي او یو شمېر نور یې په کندهار کې مېشت دي.
ملا جانمحمد مدني د کندهار ولایت د پنجوایي ولسوالۍ اوسېدونکی دی او خپلې دیني زدهکړې یې د سعودي عربستان په مدینې ښار کې بشپړې کړې دي.
هغه په افغانستان کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال په کندهار کې د بهرنیو چارو د سرپرست په توګه دنده ترسره کړې وه او وروسته یې په سعودي عربستان کې د طالبانو د سفارت د سرپرست په توګه هم دنده ترسره کړی وه.




