د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ سیمه ایزو رسنيو راپور ورکړی چي د طالبانو ځواکونو د پنجشنبې په ماښام د طلوع نيوز د خپروني چلوونکی ، منصور نيازي نيولی دی.
تر اوسه د دې نيولو رسمي لامل يا انګېزه نه ده اعلان سوې او طلوع نيوز هم په دې اړه کوم غبرګون نه دی خپور کړی.
خو ويل کيږي چي هغه د ډيورنډ کرښې په اړه د يو مستند تر جوړولو وروسته لادرکه سوی دی.
دا پېښه په داسې حال کي رامنځته کيږي چي څو ورځې مخکې فريد محمدي، د طلوع نيوز مسوول، له طالبانو سره په يوه ګډه ناسته کي ويلي وو: «په افغانستان کي موجوده نسبي ازادي د سيمې په کچه بې ساري ده.»




