د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ جین شاهین، د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې لوړپوړې غړې، د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزارت څخه غوښتي چې په امریکا کې د افغان متحدانو د مېشتېدو بهیر چټک کړي.
هغې خبرداری ورکړی چې افغانستان ته د افغان کډوالو بېرته ستنول کولای سي هغوی د طالبانو له ګواښ، تعقیب او ځورونې سره مخ کړي.
آغلې شاهین د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته په یوه لیک کې په قطر کې د افغان کډوالو د کمپ د احتمالي تړل کېدو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.
دې امریکايي سناتورې د امریکا له حکومت څخه غوښتي چې له هغو افغانانو سره خپلو ژمنو ته وفادار پاتې سي چې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ یې همکاري کړې ده. د هغې په وینا، واشنګټن باید هغه کسان چې امنیتي ارزونې یې بشپړې کړې دي، د کډوالو د منلو پروګرام یا بشري اجازو له لارې امریکا ته ولېږدوي.
جین شاهین ټینګار کړی چې د دغو کسانو او د هغوی د کورنیو پرېښودل د امریکا د ژمنو نقض ګڼل کېږي او کولای سي د واشنګټن د راتلونکو متحدانو باور هم کمزوری کړي.
د دې لیک له مخې، د قطر په السیلیه کمپ کې له یو زرو او ۱۰۰ څخه ډېر افغان وګړي ژوند کوي چې شاوخوا ۸۰۰ کسان یې په امریکا کې د مېشتېدو شرایط پوره کوي. د هغې په وینا، نیمايي دغه کسان ښځې او ماشومان دي او د هغوی په منځ کې د امریکا د دفاع وزارت د کارکوونکو د کورنیو غړي او د افغانستان د پخواني حکومت یو شمېر ښځینه افسرانې هم شاملې دي.
دې سناتورې خبرداری ورکړی چې که درېیمو هېوادونو ته د لېږد پروګرام ناکام سي او دغه کډوال افغانستان ته بېرته واستول سي، نو هغوی به د طالبانو د غچ اخیستنې او تعقیب له جدي خطر سره مخ سي.
هغې د ټرمپ د حکومت د کډوالۍ پر پالیسیو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د سویلي افریقا سپینپوستو کډوالو ته لومړیتوب ورکړل سوی، په داسې حال کې چې د هغې په وینا، ملګرو ملتونو دغه کسان د بېړنۍ پناه غوښتنې اړمنو کسانو په نوملړ کې نه دي شامل کړي.
بلخوا، د افغان کډوالو د لېږد ملاتړي خبرداری ورکوي چې د قطر د السیلیه کمپ څخه د افغانانو ایستل کولای سي د هغوی ژوند له جدي خطر سره مخ کړي.
تر دې مخکې هم له ۱۰۰ څخه ډېرو بنسټونو او ۶۰۰ پخوانیو امریکايي پوځي او ملکي چارواکو په یوه پرانیستي لیک کې د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزارت څخه غوښتي وو چې له قطر څخه کانګو ته د افغان کډوالو د لېږد طرحه ودروي.




