د ناموسي وژنو د زياتېدو او د ټولني چوپتيا د ښځينه فعالانو ناهيلي زياته کړې ده

په افغانستان کي د ناموسي وژنو د زياتېدو او د طالبانو د دوامداره چوپتيا سره هممهاله، د ښځو د حقونو فعاله ، بهار خاموش وايي چي د ټولني چوپتيا د دې سبب سوې ده چي دا جرمونه عادي وګرځي، او ښځو د کار او زده‌کړي له محروميت سره سره خپل د ژوند امنيت هم له لاسه ورکړی دی.

خاموش د معمار خبري اژانس سره په خبرو کي ويلي دي چي په افغانستان کي د ښځو وضعيت په بېساري ډول اندېښمنونکی سوی دی او د تاوتريخوالي پر وړاندې د جدي غبرګون نشتوالی د ناموسي وژنو د دوام او پراخېدو لپاره زمينه برابره کړې ده.

هغې زياته کړې ده: «کله چي ټولنه د وژنو او تاوتريخوالي پر وړاندې چوپ پاته سي، دا جرمونه کرار کرار عادي کيږي او ښځې هره ورځ لا زيات د ګواښ سره مخ کيږي.»

دې ښځينه فعالې همدارنګه له ښځينه فعالانو، مدني بنسټونو او عامو وګړو څخه غوښتي دي چي د ښځو پر وړاندي د تاوتريخوالي او ظلم په وړاندې چوپ پاته نه سي او د ښځو د حقونو او امنيت د دفاع لپاره خپل غږ پورته کړي.

د هغې په وينا، د افغانستان ښځې نن نه يوازي د زده‌کړي او کار له حق څخه محرومي سوي دي، بلکي د شخصي امنيت او د خوندي ژوند حق هم تیرې اخيستل سوی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x