د جرم ولسوالۍ اوسېدونکي وایي چې د جمعهګل نیازي زوی، چې د پخواني دولتي چارواکو له ډلې وو، له ښوونځي څخه د تګ پر مهال د تښتول کېدو وروسته په ناڅرګند ډول وژل سوی دی.
د سیمهابزو سرچینو په وینا، نوموړی د ثور له نهمې وروسته هغه مهال د ناپېژاندو کسانو له خوا وتښتول سوو چې له ښوونځي څخه د راستنېدو په لاره روان وو، او له هماغه وخته یې کورنۍ د هغه له برخلیک څخه بېخبره وه.
سرچینو نن تایید کړه چې د هغه جسد په عدلي طب کې موندل سوی دی. تر اوسه د دې پېښې د څرنګوالي او د عاملینو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره سوي.
سیمه ایزو مسوولینو هم تر اوسه په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.
دې پېښې د بدخشان ولایت په ځینو سیمو کې د ناامنۍ او د تښتونو د پېښو د زیاتېدو په اړه د وګړو اندېښنې زیاتې کړې دي.




