د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ محمد جلال، د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر ، سراجالدین حقاني سلاکار، د افغانستان د وېش د احتمال په اړه د بحثونو په غبرګون کې ویلي دي چې دا هېواد د استعماري دفترونو محصول یا د امپریالیستي قدرتونو جوړښت نه دی.
هغه د جمعې په ورځ (۱۸ د ثور) په یوه پیغام کې ویلي چې د افغانستان وګړي یو لرغونی ملت دی، اوږد تاریخي، فرهنګي او مبارزاتي شالید لري او سره له تاریخي ستونزو یې خپل هویت او موجودیت ساتلی دی.
محمد جلال ټینګار کړی: «امپراتورۍ راغلې او تللې دي، خو افغانستان افغانستان پاتې سوی دی.»
دا څرګندونې وروسته له هغې مطرح سوې چې ماریا سلطان، د جنوبي اسیا د ستراتیژیک ثبات انسټیټیوټ مشره، ویلي وو چې افغانستان په سیمهییزو بدلونونو کې ممکن خپل اوسنی جغرافیایي جوړښت له لاسه ورکړي او ښايي په راتلونکي کې د اوسني جوړښت سره پاتې نه سي.
د ماریا سلطان دې خبرو په سیاستوالو او ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه پارولي دي.
په همدې حال کې، د افغانستان پخواني د بهرنیو چارو وزیر ، رنگین دادفر سپنتا هم ویلي چې د افغانستان د وېش سناریو په تاریخ کې تل ناکامه سوې ده او افغانستان د بهرنیو لاسوهنو سره سره خپل ځمکنۍ بشپړتیا ساتلې او وګړي به د هر ډول ګواښ پر وړاندې غبرګون وښايي.




