د بدخشان ولایت په فيض آباد ښار کې د ملي اردو د پخواني افسر وژل کېدل

د بدخشان ولایت په مرکز فیض‌آباد ښار کې ، سیمه ایزې سرچینې وایي چې نعمت‌الله یفتلي، د جمهوریت د دورې د ملي اردو یو پخوانی افسر، تېر ماښام د ناپېژاندو وسله‌والو له خوا وژل سوی دی.
د بدخشان ولایت په فيض آباد ښار کې د ملي اردو د پخواني افسر وژل کېدل

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د بدخشان ولایت په مرکز فیض‌آباد ښار کې ، سیمه ایزې سرچینې وایي چې نعمت‌الله یفتلي، د جمهوریت د دورې د ملي اردو یو پخوانی افسر، تېر ماښام د ناپېژاندو وسله‌والو له خوا وژل سوی دی.

 د سرچینو په وینا ، دغه پېښه د بدخشان ولایت په مرکز د فیض‌آباد ښار د دشت‌قرغ په سیمه کې رامنځته سوې ده.
د پېښې د څرنګوالي او د عاملینو د انګېزې په اړه تر اوسه بشپړ معلومات نه دي خپاره سوي.

سرچینې زیاتوي چې بریدکوونکي د ډزو وروسته له سیمې تښتېدلي او تر اوسه کومې ډلې یا کس د دې وژنې مسوولیت په غاړه نه دی اخيستی.

د طالبانو سيمه‌ایزو چارواکو هم تر اوسه په رسمي ډول د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي، په داسي حال کې چی د سیمې اوسېدونکي د بشپړې څېړنې او د عاملینو د پېژندلو غوښتنه کوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x