په کندهار کي د طالبانو د امنيتي ناستې جوړېدل

د افغانستان د سوېل لوېديځي حوزې د ولايتونو د واليانو او د طالبانو د لوړپوړو چارواکو امنيتي غونډه په کندهار کې د طالبانو د والي ملا شيرين اخوند په مشرۍ تر سره سوه.
په کندهار کي د طالبانو د امنيتي ناستې جوړېدل

د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ د افغانستان د سوېل لوېديځي حوزې د ولايتونو د واليانو او د طالبانو د لوړپوړو چارواکو امنيتي غونډه په کندهار کې د طالبانو د والي ملا شيرين اخوند په مشرۍ تر سره سوه.

په دې ناسته کي د طالبانو چارواکو د امنيت پر ټينګښت، د هبت‌الله اخندزاده د احکامو په پلي کولو او د نشه‌يي توکو د قاچاق پر وړاندي د مبارزې پر موضوعاتو ټينګار وکړ.

په کندهار کې د طالبانو د والي د مطبوعاتي دفتر د چهارشنبې په ورځ، د ثور په ۱۶مه، اعلان کړی دی چي د زابل، هلمند، ارزګان او دايکنډي ولايتونو د طالبانو واليان، امنيه قوماندانان، د استخباراتو مشران، د نظامي محکمو مسؤولان او د لويو لواوو قوماندانان په دې ناسته کي ګډون درلود.

د خپرې سوي اعلاميې له مخي، ملا شيرين اخوند ، امنيت د طالبانو د ادارې له مهمو لومړيتوبونو څخه وباله او له مسوولانو يې وغوښتل چي د سوېل لوېديځي حوزې په ولايتونو کي د امنيت د لا پياوړتيا لپاره هڅي وکړي.

هغه همدارنګه د دې حوزې د طالبانو د مسوولانو تر منځ پر همغږۍ او همکارۍ ټينګار وکړ او ويې ويل چي هغه پرمختيايي پروګرامونه چي په يوه ولايت کي پلي کيږي، بايد په نورو ولايتونو کي هم په ورته ډول تعقيب سي.

په دې ناسته کي د زابل والي شېر محمد شريف، د هلمند والي امان الدين منصور، د ارزګان والي عبدالرحمن مسلم کندوزي او د دايکنډي والي تورجان احمدي هم ګډون کړی وو او د خپلو فعاليتونو او لاسته راوړنو راپورونه يې وړاندي کړل. طالبان تر اوسه د دې ناستي انځور نه دی خپور کړی.

د کندهار د والي د دفتر د خبرپاڼي له مخي، د طالبانو د مشر د فرمانونو پلي کول، د ځمکو د غصب مخنيوی، د نشه‌يي بوټو د کښت او قاچاق پر وړاندي مبارزه، د سوالګرۍ مخنيوی او د بيې کنټرول د دې ناستي له مهمو بحثونو څخه وو.

له اړمنو کسانو سره مرسته، د مدرسو او ښوونځيو پياوړتيا او د وګړو او د طالبانو د ادارو تر منځ د اړيکو پراختيا هم د دې غونډي له نورو اړینو موضوعاتو څخه شمیرل سوي دي.

ملا شيرين اخوند د کندهار والي او يوسف وفا د بلخ والي د هبت‌الله اخندزاده له نژدې کسانو څخه بلل کيږي او تر دې مخکې يې هم د هېواد په سوېل او شمال کي ورته غونډي جوړې کړي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x