چین: د امريکا او اسرائيلو له خوا د ايران پر وړاندي جګړه نامشروع ده

د چين د بهرنيو چارو وزير په بېجينګ کي د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو له وزير سره د ليدني پر مهال د امريکا او صهيونيستي رژيم له خوا د ايران پر وړاندي جګړه نامشروع وبلله او د بشپړ اوربند غوښتنه يې وکړه.
چین: د امريکا او اسرائيلو له خوا د ايران پر وړاندي جګړه نامشروع ده

وانګ يي، د چين د بهرنيو چارو وزير، نن (چهارشنبه) په بېجينګ کي د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو له وزير ، سيد عباس عراقچي سره د ليدني پر مهال ټينګار وکړ چي د لوېديځي آسيا په سيمه کي د اوربند رامنځته کول اړین دي او ويې ويل: «موږ چمتو يو چي د تاوتريخوالي د کمولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړو. د بشپړ اوربند رامنځته کېدل يو اړین او لازمي امر دی.»

د چين د بهرنيو چارو وزير همدارنګه د امريکا او صهيونيستي رژيم له خوا د ايران پر وړاندي پر جګړې نيوکه وکړه او ويې ويل: «هغه جګړه چي امريکا او اسرائيلو د ايران پر وړاندي پيل کړې ده، نامشروع ده. سيمه د برخليک له يو مهم پړاو څخه تېريږي او د دواړو لورو تر منځ مستقيمي ليدني اړینې دي.»

له بلي خوا، د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير هم په دې ليدنه کي د چين له دريځ څخه، په ځانګړي ډول د امريکا او اسرائيلو د غندني له امله، مننه وکړه او بېجينګ يې د تهران يو نژدې دوست وباله او ټينګار يې وکړ چي په اوسني حالت کي به د دواړو هېوادونو همکاري تر پخوا لا پياوړې سي.

عراقچي همدارنګه د ايران پر وړاندي روانه جګړه ښکاره تېری او د نړيوالو قوانينو څخه څرګنده سرغړونه وبلله او د راتلونکي ديپلوماتيک بهير په اړه يې وويل چي تهران به په خبرو اترو کي د خپلو مشروع حقونو او ګټو د ساتلو لپاره ټول توان وکاروي او پرته له عادلانه او هر اړخيزې هوکړې به هيڅ ډول پرېکړه ونه مني.

د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير سيد عباس عراقچي چي بېجينګ ته تللی دی، نن (چهارشنبه) د ثور په ۱۶مه په بېجينګ کي د چين د بهرنيو چارو له وزير وانګ يي سره ليدنه او خبري وکړې.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x