د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ سیمه ایزې سرچینې وایي چې په کنړ ولایت کې د یوې سیمهایزې جرګې په منځګړیتوب د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د اوربند هوکړه سوې ده. د دې هوکړهلیک یوه کاپي چې رسنیو ته رسېدلې، ښايي چې دواړو خواوو د مستقیمو نښتو د مخنیوي او د بېځایه سویو کورنیو د بېرته ستنېدو پر موضوع هوکړه کړی ده.
د سند له مخې، طالبانو او پاکستاني ځواکونو د پولې دواړو غاړو د قومي مشرانو په شتون کې د کنړ ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې پرېکړه کړې چې خپلو پخوانیو مورچلو ته به ستنېږي او د کړکېچونو د زیاتېدو مخه به نیسي.
په دغه هوکړهلیک کې راغلي چې که د باجوړ او مهمند له سیمو څخه کنړ ته ډزې وسي، مسؤلیت به یی د پاکستان د حکومت پر غاړه وي، او که له کنړ څخه دغو سیمو ته ډزې وسي، طالبان به مسؤل ګڼل کېږي.
همدارنګه په هوکړه کې ټینګار سوی چې بېځایه سوې کورنۍ باید خپلو اصلي سیمو ته ستنې سي او د جګړې په صورت کې باید د ملکي وګړو کورونه هدف ونه ګرځي.
د سند په یوه بله ماده کې ، هر لوری د خپلې تر واک لاندې سیمې د امنیت مسؤل بلل سوی دی؛ هغه موضوع چې د پاکستان په اړه د طالبانو له پخوانیو دریځونو سره همغږي ښايي.
د هوکړې له مخې، ټاکل سوې ده چې دا جرګه هر درې میاشتې وروسته ناسته وکړي او د هوکړه لیک د پلي کېدو بهیر وڅاري.
تر اوسه پورې طالبانو او د پاکستان حکومت ددغې هوکړي په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو طالبانو ته نږدې رسنیو په کنړ ولایت کې ډیورنډ په کرښه کې د اوربند د ټینګښت خبر ورکړی دی.
تر دې مخکې هم د کنړ قومي مشرانو ویلي وو چې د پاکستاني ځواکونو د راکټي بریدونو او د ځینو کلیو د تخلیې وروسته د باجوړ له سیمې سره د دایمي اوربند لپاره خبرې پیل سوې دي.
د سرچینو په وینا، دا خبرې د طالبانو په مشورې روانې دي او تر اوسه څو غونډې هم ترسره سوې دي.




