د معمار خبري آژانس د راپور له مخې اميدالله علي زاده د افغانستان ورزشکار او د ساواتې د ملي ټيم پخوانی غړی چې دا مهال د کينيا په کاکوما کډوالو کمپ کې د کډوال په توګه ژوند کوي د نپال په اسيايي او ازادو نړيوالو سياليو کې ډېر ښه ځلاند حضور وښود.
هغه د هند نپال او اندونيزيا سيالانو په ماتولو سره وتوانېد چې د دغو سياليو درې ارزښتناک مډالونه ترلاسه کړي او يو ځل بيا خپل نوم د دې ورزشي برخې د مطرحو څېرو په ډله کې ثبت کړي.
علي زاده د کامبت په برخه کې د سرو زرو مډال ترلاسه کړ او د اسوت په برخه کې يې يو د سپينو زرو او يو د برونزو مډال هم ترلاسه کړ.
دا افغان ورزشکار چې د کينيا له کاکوما کډوالو کمپ څخه نپال ته تللی وو سره له ډېرو محدوديتونو او ستونزو وتوانېد د تمې خلاف ښه لوبه ترسره کړي.
هغه اوس په کاکوما کمپ کې تنکيو ځوانانو او ځوانانو ته د فرانسوي بوکس يا ساواتې روزنه ورکوي او هڅه کوي نوي استعدادونه په دې برخه کې وروزي.
د اميدالله علي زاده دا ځلېدل په داسې حال کې رامنځته سوي چې ډېری افغان ورزشکاران په وروستيو کلونو کې د کډوالۍ له ستونزو د امکاناتو له کمښت او ورزشي محدوديتونو سره مخ دي.
د دې افغان ورزشکار بريا يو ځل بيا ښايي چې د افغانستان ورزشي استعدادونه حتی په سختو شرايطو کې هم په نړيوالو ډګرونو کې د ځلېدو وړتيا لري.




