د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، په کندهار ولايت کې سيمهييزې سرچينې وايي چې طالبانو په تېرو درې ورځو کې خپل سلګونه ځواکونه له لسګونو موټرو او نظامي تجهيزاتو سره د سپين بولدک، شورابک او ريګستان ولسواليو ته لېږلي دي؛ هغه ولسوالۍ چې د افغانستان او پاکستان د پولې په اوږدو کې پرتې دي.
د سرچينو په وينا، دغه ځواکونه د کندهار له قولاردو څخه پولهایزو سيمو ته ليږدول سوي او د پولې په نږدې سيمو کې په نويو جوړو سوو پوستو کې ځای پر ځای سوي دي. سرچينې زياتوي چې دا اقدام پر سپين بولدک او کنړ ولایت باندی د پاکستان د وروستيو بريدونو وروسته سوی دی.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، دغه تازه لېږدول سوي ځواکونه د هغو زرګونو جنګيالو برخه ده چې د حمل په مياشت کې د جنوب او جنوب لوېديځ له ولايتونو کندهار ته را بلل سوي وو.
مخکې هم سرچينو ويلي وو چې طالبانو د پاکستان د هوايي بريدونو پر کندهار او د اختر په درشل کې پرېکړه کړې وه چې له بېلابېلو ولايتونو څخه ګڼ شمېر خپل ځواکونه دې ولايت ته ولېږدوي.
د سرچينو په وينا، د هرات، فراه، نيمروز او ارزګان ولايتونو يو شمېر جنګيالي کندهار ته لېږدول سوي او له هر ولايت څخه شاوخوا زر تنه ځواکونه دې ولايت ته استول سوي دي. که څه هم طالبانو دا حرکت د کندهار د امنيت د ټينګښت لپاره بللی، خو د دغو ځواکونو زياته برخه په پولهایزو ولسواليو کې د ځای پر ځای کېدو لپاره په نظر کې نېولی ده.
د پاکستان او طالبانو تر منځ په تېرو څه باندې دوو مياشتو کې کړکېچ زيات سوی دی. سره له دې چې دواړو لورو په ترکيه، قطر او چين کې څو پړاو خبرې اترې کړې دي، خو د پاکستان پوځ لا هم د افغانستان پر پولهایزو سيمو بريدونو ته دوام ورکړی دی.
تېره اوونۍ هم د پاکستان پوځ د کنړ ولايت پر بېلابېلو سيمو، د اسعدآباد ښار او د کنړ پر پوهنتون، هوايي بريدونه وکړل.
اسلاماباد څو ځله طالبان د پاکستاني طالبانو له ډلې سره په همکارۍ تورن کړي، خو طالبانو دا تورونه رد کړي دي.




