د جنايي او هدفي وژنو زياتوالی،او د طالبانو چوپتيا د افغانستان د وګړو اندېښنې زياتې کړې دي

په افغانستان کې د ناامنيو د زياتېدو او په ځينو سيمو کې د هدفي وژنو د وروستيو راپورونو په ترڅ کې، سياسي شنونکی د معمار خبري آژانس سره په خبرو کې خبرداری ورکوي چې د هېواد امنيتي وضعيت د خرابېدو په لور روان دی او وګړي له جدي ګواښونو سره مخ دي.
د جنايي او هدفي وژنو زياتوالی،او د طالبانو چوپتيا د افغانستان د وګړو اندېښنې زياتې کړې دي

په افغانستان کې د ناامنيو د زياتېدو او په ځينو سيمو کې د هدفي وژنو د وروستيو راپورونو په ترڅ کې، نجیب شمال، يو سياسي شنونکی، د معمار خبري آژانس سره په خبرو کې خبرداری ورکوي چې د هېواد امنيتي وضعيت د خرابېدو په لور روان دی او وګړي له جدي ګواښونو سره مخ دي. هغه وايي چې د دې وضعيت دوام کولای سي د سياسي ثبات پر وړاندې د وګړو عمومي باور نور هم کمزوری کړي.

دغه سياسي کارپوه د دغو پېښو په غبرګون کې ويلي چې طالبان خلک د بې‌ثباتۍ لور ته بيايي او د اوسنيو سياستونو له امله د لا زياتې ناامنۍ زمينه برابره سوې ده.

هغه د ناپېژندل سویو وسله‌والو له خوا د ملکي وګړو د وژنو راپورونو او همدارنګه له پاکستان سره پوله‌ایزو کړکېچونو ته په اشاره سره وايي چې وکړي د نه غوښتل سویو جګړو قرباني کېږي.

دغه سياسي شنونکی همدارنګه د ډاکټر بدريه ادارک وژنه يو ښکاره جنايت بللی او ويلي يې دي چې دا ډول پېښې ښايي هېڅ افغان وګړی د بشپړ امنيت څخه برخمن نه دي. د هغه په باور، د حکومت ډاډګيرنې د سياسي ثبات په اړه له موجودو واقعيتونو سره سمون نه لري.

په وروستيو مياشتو کې د افغانستان په ځينو ولايتونو کې د بریدونو او هدفي وژنو بېلابېل راپورونه خپاره سوي دي. دغه پېښې د وګړو او سياسي څارونکو ترمنځ پراخې اندېښنې رامنځته کړې دي. د دې ترڅنګ، د پوله‌ایزو کړکېچونو او د سيمه‌ايزو لورو ترمنځ متقابلو تورونو د وضعيت پېچلتيا نوره هم زياته کړې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x