طالبانو د پاکستان سره د نښتو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه

ملا عبدالواسع، د رییس الوزرا د دفتر مشر، د ریچارد لیندسي سره په لیدنه کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړو او نښتو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.
طالبانو د پاکستان سره د نښتو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه

د هغه اعلامیې له مخې چې د طالبانو ارګ خپره کړې، دواړو لورو د چهارشنبې په شپه د پاکستان سره د وروستیو شخړو، د کډوالۍ موضوع او د بشري مرستو په اړه خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې عبدالواسع د پاکستان له لوري پر ملکي سیمو، د پوهنتونونو او کورونو پر نښه کولو بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې طالبان تل د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو او له پاکستان سره د دوستانه اړیکو د پراخېدو غوښتونکي پاتې سوي دي.

هغه زیاته کړې چې طالبان چمتو دي که پاکستان د شخړو د پای ته رسېدو لپاره یو ګام واخلي، طالبان به «دوې ګامونه واخلي.»

نوموړي ویلي: «موږ اجازه نه ورکوو چې د افغانستان له خاورې د نورو پر وړاندي کار واخیستل سي او پاکستان هم باید خپلو ژمنو ته وفادار پاتې سي.»

په اعلامیه کې راغلي چې د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارد لینډسي د طالبانو له ادارې څخه د هغې د «سولې غوښتونکي دریځ» له امله مننه کړې ده.

د اعلامیې له مخې، لندن هم اسلام‌اباد ته پیغام ورکړی چې د باور جوړونې لپاره هڅې وکړي او دواړه خواوې دې د صمیمیت د فضا د رامنځته کولو لپاره مثبت ګامونه پورته کړي.

ریچارد لیندسي هم د وروستیو بریدونو د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سولې د بهیر د پیاوړتیا پر اړتیا یې ټینګار کړی دی. هغه له طالبانو غوښتنه کړې چې د پاکستان له لارې افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد زمینه برابره کړي.

دا لیدنه په داسې حال کې سوې چې په وروستیو ورځو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتې زیاتې سوې دي. د راپورونو له مخې، د پاکستان په توپچې بریدونو کې په کنړ ولایت کې اووه کسان وژل سوي او ۷۹ نور ټپیان سوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x