د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ یو شمېر افغان کډوال وایي چې په وروستیو ورځو کې یو شمېر افغان وګړي چې د کار لپاره عراق ته تللي وو، د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نیول سوي او زنداني سوي دي.
د دوی په وینا، د دغو بنديانو وضعیت د اندېښنې وړ دی او ډېری یې لومړنیو خدماتو ته لاسرسی نه لري.
کډوال وایي چې افغان بنديان د خوړو او روغتیایي اسانتیاوو له کمښت سره مخ دي او له هغوی سره د انساني معیارونو سره سم چلند نه کېږي.
یو افغان کډوال چې په عراق کې مېشت دی ویلي چې بنديانو ته په شپه او ورځ کې یوازې یو ځل خواړه ورکول کېږي او ډېری یې د مناسبې درملنې د نشتوالي له امله ناروغان سوي دي.
یو بل کډوال ادعا کړې چې د څو میاشتو کار وروسته یې کار ورکونکی د هغه مزد نه دی ورکړی او په پای کې یې پولیسو ته ورپېژندلی دی. هغه همدارنګه ویلي چې پولیس د بنديانو د خلاصون لپاره له کورنیو څخه رشوت غواړي او د پیسو د نه ورکړې په صورت کې دغه وګړي زندان ته لېږدول کېږي.
یو شمېر افغان کډوال وایي چې حتی د استوګنې د اسنادو په لرلو سره هم نیول سوي دي. یو تن ویلي چې سره له دې چې پاسپورت او د استوګني اسناد یې لرل، یوازې د ۲۰۰ ډالرو د ورکړې وروسته آزاد سوی، په داسې حال کې چې ځینې ملګري یې لا هم په زندان کې دي.
نور کډوال هم د تبعیضي چلند شکایت کوي. د دوی په وینا، د پاکستان، بنګلهدېش او ایران اتباع په لنډ وخت کې خپلو هېوادونو ته لېږدول کېږي، خو افغانان د میاشتو لپاره په زندانونو کې ساتل کېږي.
په عراق کې افغان کډوال له افغان واکمنو، نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو له ادارو څخه غوښتنه کوي چې د دوی وضعیت ته پاملرنه وکړي او د بنديانو د آزادیدو او افغانستان ته د بېرته ستنېدو لپاره عملي اقدامات ترسره کړي.




