د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ ندامحمد ندیم، د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر، وایي چې د پاکستان د بریدونو پر وړاندې زغم او ځانساتنه د دې ډلې د کمزورۍ نښه نه ده. هغه وویل: «موږ کمزوري نه یو او د حالاتو او وخت له مخې به خامخا د دغو بریدونو غچ واخلو.»
دغه طالب چارواکي زیاته کړه چې دوی په غم او درد کې لوی سوي، له «شهادت» سره نااشنا نه دي او په ځواک سره له خپل نظامه دفاع کوي. هغه پاکستان ته په خطاب کې وویل چې د طالبانو له زغم او حوصلې څخه دې ناسمه اخېستنه ونه سي، ځکه دوی کمزوري سوي نه دي او سخت ځواب ورکولای سي. هغه څرګنده کړه: « په بستر کې له مرګ څخه شهادت سل ځله غوره دی.»
ندیم ټینګار وکړ چې دا بریدونه د دوی زغم او مېړانه نه سي کمولای. هغه پر کونړ کې د سید جمالالدین په پوهنتون د پاکستان د بریدونو په یادولو وویل چې دا بریدونه به د طالبانو د ادارې علمي پرمختګ ونه دروي.
ندیم همدارنګه ټینګار کړی چې د افغانستان وګړي باید خپل یووالی او اتحاد وساتي، څو د هغه په وینا، بهرني لوري خپلو موخو ته ونه رسېږي. هغه زیاته کړه چې دا مهال د هېواد د وګړو ترمنځ یووالی سته او دا یې د ځواک ټکی وباله.
په همدی حال کې ، پاکستان له تېري ورځي راهیسې پر کونړ ولایت خپل بریدونه سخت کړي دي. د دغو بریدونو له امله لسګونه تنه ټپیان سوي دي. سيمهایزو سرچینو د سېشنبې په ورځ راپور ورکړی چې د پاکستان پوځ د طالبانو یوه پوځي اډه او همدارنګه استوګنیزې سیمې په نښه کړې دي.
طالبانو هم د پاکستان سفیر ورغوښتی او خبرداری یې ورکړی چې د ځواب ویلو حق د دوی لپاره خوندي دی.




