محمد محقق: حکومت د کودتا له لارې دوام نه سي موندلی.

محمد محقق، د افغانستان د وګړو د اسلامي وحدت د ګوند مشر، د افغانستان په معاصر تاريخ کې د پرله‌پسې کودتاوو يادونه کړې او د طالبانو پر واکمنۍ يې نيوکه کړې ده، او ټينګار يې کړی چي هېڅ هېواد د کودتا له لارې نه سي اداره کېدای او هغه نظامونه چي پر زور او ځپلو ولاړ وي، دوام نه سي موندلای.
محمد محقق: حکومت د کودتا له لارې دوام نه سي موندلی.

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ محمد محقق، د افغانستان د وګړو د اسلامي وحدت د ګوند مشر، د هېواد په معاصر تاريخ کي د پرله‌پسې کودتاوو ته په اشارې سره ويلي دي چي هېڅ هېواد د کودتا له لارې نه سي اداره کېدای او نه هم پرې واک ټينګېدای سي. هغه طالبان يو «افراطي ايډيولوژيکه ډله» بللی او زياته کړې يې ده چي دا ډله به ژر د زوال پر لور ولاړه سي.

محقق، چي د طالبانو له مخالفو مشرانو څخه شمېرل کېږي، د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان اوسنی حالت د پخواني کمونيستي نظام له دورې سره ورته بللی دی.

هغه د افغان کمونيستانو په اړه ويلي دي: «هغوی چې واک ته ورسېدل، مسلمانان يې ووژل، او دا [طالبان] هم واک ته له رسېدو وروسته د مخالفينو پر پراخو ځپلو لاس پورې کړی دی.»

د هغه په وينا، د طالبانو له نظره «يوازې دوی مسلمانان دي» او «ټول مخالفان يې دښمنان ګڼل کېږي… او له وژنې، نيولو او ځپلو څخه وېره نه لري.»

محقق خبرداری ورکړی دی چي داسې نظام هېڅکله ثبات نه سي موندلای او په دې حالت کي به يې دوام تر پخوانيو حکومتونو هم لنډ وي.

د افغانستان د وګړو د اسلامي وحدت د ګوند مشر ټينګار کړی دی چي په پای کي هغه څه چي په افغانستان کي پاتې کېدای سي، د وګړو اراده ده او «هغه نظام چي د خلکو له غوښتنې او ارادې رامنځته سوي وي.»

هغه د خپلو خبرو په يوه بله برخه کي د افغانستان په بدلونونو کي د نړيوالې ټولنې رول ته اشاره کړې او ويلي يې دي چي د اوسني حالت يوه برخه د طالبانو او امريکا تر منځ د سياسي هوکړو پايله ده.

د هغه په ادعا، د دوحې تر هوکړې وروسته «مالي او امنيتي ملاتړ» له طالبانو سره روان پاتې سوی او نور هېوادونه هم له دې ډلې سره همغږي سوي دي.

محقق زياته کړې ده چي په داسې شرايطو کي د طالبانو پر وړاندي د مخالفو جريانونو جدي ملاتړ نه دی رامنځته سوی او اوسنی وضعيت د سترو قدرتونو د هوکړو او ملاحظو تر اغېز لاندي دی.

هغه چي د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت د عالي شورا غړی هم دی، ټينګار کړی چي «تر اوسه د دې شورا يا نورو بنسټونو د ملاتړ شرايط نه دي برابر سوي.»

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x