د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ يوسف وفا، په بلخ ولایت کې د طالبانو والي، وايي چي د افغانستان پخوانی نظام، چي د بن له کنفرانس وروسته جوړ سوی وو، پر وګړو منل سوي وو او د هغوی له غوښتنو سره یی سمون نه درلود.
هغه په عين حال کي ادعا کړې ده چي د طالبانو اوسنی حکومت د وګړو له خوا ټاکل سوی نظام دی.
وفا، چي د طالبانو له مشر ملا هبت الله سره نږدې څېره بلل کېږي، د يکشنبې په ورځ د ثور په ۶مه په بلخ کي په يوه غونډه کي وويل چي د طالبانو اداره د اسلامي شريعت په چوکاټ کي د وګړو نظرونو او سلا مشورو ته پام کوي.
د طالبانو او پاکستان تر منځ د وروستيو کړکېچونو او نښتو وروسته، دې ډلې په يو شمېر ولايتونو، په ځانګړي ډول د افغانستان په شمال کي، ولسي غونډې جوړې کړې دي.
دغه غونډې د طالبانو د قومونو او قبايلو چارو د وزارت تر څار لاندي ترسره کېږي، او په ډېرو کي يې نورالله نوري، د دغه وزارت وزير، هم ګډون لري.
د طالبانو د بلخ والي همدارنګه ادعا وکړه چي په پخواني جمهوري نظام کي قوانين او تګلارې د وګړو د رښتينو اړتياوو او غوښتنو پر بنسټ نه وې جوړې سوي.
دا څرګندونې په داسې حال کي کېږي چي د طالبانو په حکومت کي د واک جوړښت په پټه او متمرکزه بڼه چلېږي، او هبت الله اخندزاده پرته له ښکاره حضور څخه هېواد رهبري کوي، او تر اوسه يې انځور يا څرګند حضور په رسنيو کي نه دی خپور سوی.
طالبانو د ۱۴۰۰ لمريز کال د اسد په مياشت کي، د پخواني حکومت تر سقوط وروسته، په زور د افغانستان کنټرول په لاس کي واخيستې. په جمهوري نظام کي د واک جوړښت د ټاکنو او د وګړو د نېغو رايو له لارې جوړېدی، او د ولسمشرۍ، پارلماني او ولايتي شوراګانو ټاکنې ترسره کېدې.
په مقابل کي، طالبان د ټاکنو پر ځای د بيعت پر تګلاره د مشر د ټاکلو او د واک د جوړښت د تنظيم لپاره تکيه کوي.
د دې ډلې د څه باندې څلورو کلونو واکمنۍ په موده کي، سياسي بهيرونه، نيوکه کوونکي او مدني بنسټونه د پرېکړو له بهيره ليري ساتل سوي دي، او واک په عملي ډول د واکمنې کړۍ په لاس کي پاتې دی.
همدارنګه په دې موده کي د ښځو پر زده کړو او کار پراخ بنديزونه لګېدلي، او د ټولنيزو برخو په ډېرو ډګرونو کي د هغوی حضور په څرګنده توګه کم سوي دي.




