د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ طالبانو په خپره سوې اعلاميه کي ۷ د ثور غندلی او ۸ د ثور يې د افغانستان په تاريخ کي د وياړ ورځ بللې ده.
طالبانو د ثور د ۷مې او ۸مې نېټو په مناسبت په خپله اعلاميه کي د ۱۳۵۷ کال ۷ د ثور کودتا غندلې او د ۱۳۷۱ کال ۸ د ثور يې د بريا د وياړ ورځ بللې ده.
په دې اعلاميه کي راغلي دي چي د ثور د ۷مې کودتا د کمونستانو د یوې ډلې له خوا د هغه وخت د حکومت پر ضد ترسره سوه، او د طالبانو په وينا دې پېښې پر افغانستان د شوروي اتحاد د لاسوهنې او يرغل لپاره زمينه برابره کړه.
په دې اعلاميه کي ادعا سوې ده چي د دې اقدام موخه د هېواد نيول او پر افغانانو د کمونيستي فکر منل وو.
طالبانو همدارنګه ويلي دي چي د افغانستان وګړو له ۱۴ کلن مقاومت او مبارزې وروسته، د ۱۳۷۱ کال د ثور په ۸مه نېټه بريا ترلاسه کړه، او دا ورځ يې د هېواد په تاريخ کي يوه مهمه پېښه او لويه پېرزوينه بللې ده.
د دې اعلاميې په دوام کي د کمونيستي حکومت د سقوط پايلو ته اشاره سوې ده، او د بېلابېلو ډلو تر منځ کورنۍ جګړې ، د جهاد د دورې د لاسته راوړنو د له منځه تلو او په ټولنه کي د ناهيلۍ د رامنځته کېدو لامل بلل سوي دي.




