د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، طالبانو ته نږدې کورنیو رسنیو راپور ورکړی چې تېره شپه د سپین بولدک ولسوالۍ په پوله کې طالب ځواکونو پر پاکستاني پوځیانو غچ اخیستونکی برید ترسره کړی دی.
د راپور له مخې، تېره ورځ پاکستاني پوځیانو د دوستۍ دروازې ته نږدې یو سیمه ایز مزدور ماشوم په ډزو وژلی وو. د دې پېښې په غبرګون کې، طالب ځواکونو د شپې شاوخوا لس بجې د عبدالله کندک په سیمه کې غچ اخیستونکی برید وکړ.
سرچینې وایي، د دې برید په پایله کې ۶ پاکستاني پوځیان وژل سوي، یو بل ټپي او نیول سوی، د یوه پوځي جسد د طالب ځواکونو لاس ته ورغلی او همدارنګه له هغوی څخه ۴ میله وسلې هم ترلاسه سوې دي.




