سیمهییزو سرچينو راپور ورکړی دی چي د پاکستاني پوځ له خوا د کندهار ولايت د سپين بولدک ولسوالۍ په لقمان سيمه کي د هاوان مرمۍ ويشتل سوي دي.
د دغو سرچينو په وينا، له دې بريد وروسته د طالبانو ځواکونو هم غبرګون ښودلی او د دواړو لورو تر منځ نښته پيل سوې ده.
راپورونه وايي چي دا نښتې تر اوسه دوام لري او په سيمه کي د ډزو غږونه په بېلابېلو ځایونو کې اورېدل کېږي.




