د سپینې ماڼۍ د خبریالانو د مېلمستیا په مراسمو کې د ټرمپ په حضور د ډزو له پېښې وروسته، د ټرمپ او د هغه د مرستیال امنیتي ډلې هغوی په چټکۍ سره له ځایه ایستلي دي.
دا پېښه وروسته له هغه رامنځته سوه چې د واشنګټن هیلتون هوټل کې د مراسمو ځای ته نږدې د ډزو لوړ غږ واورېدل سوو.
د راپورونو له مخې، یو بریدګر هڅه کوله د هغه هوټل د امنیتي دروازې له لارې داخل سي چې د ټرمپ د مېلمستیا ځای وو، خو هلته یې په ډزو اقدام وکړ.
امریکایي رسنیو نن سهار خبر ورکړی چې د واشنګټن هیلتون هوټل کې ډزې سوې دي، کوم چې د سپینې ماڼۍ د خبریالانو د کلنۍ مېلمستیا ځای دی.
د رسنیو د راپورونو له مخې، د ډزو له پیل سره سم، دونالډ ټرمپ، مېلانیا ټرمپ، د هغه مرستیال جي.ډي. ونس او نور لوړپوړي چارواکي له اصلي تالاره ایستل سوي دي. ویل سوي چې ټرمپ او نورو چارواکو ته کوم زیان نه دی رسېدلی او بریدګر د امنیتي ځواکونو له خوا نیول سوی دی.
د لومړنیو راپورونو له مخې، شاوخوا د شپې ۹ بجې د سیمهییز وخت مطابق د واشنګټن هیلتون هوټل په لابي کې د ډزو غږونه (شاوخوا څلور تر پنځو ډزو) اورېدل سوی دی. دا پېښه په داسې حال کې رامنځته سوې چې د مېلمستیا مراسم د زرګونو خبریالانو، سیاستوالو، مشهوره کسانو او دولتي چارواکو په حضور کې په اصلي تالار کې روان وو.
ټرمپ د لومړي ځل لپاره د ولسمشر په توګه په دې مراسمو کې ګډون کړی وو (هغه د خپلې لومړۍ دورې پر مهال له ګډون کولو څخه ډډه کړې وه).
باخبره سرچینو ویلي چې بریدګر هڅه کړې وه له وسلې سره د امنیتي دروازې له لارې داخل سي، خو د اصلي تالار ته تر داخلېدو مخکې ودرول سوو.
د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، بریدګر په لابي یا د اصلي تالار څخه بهر ډزې کړې او سمدستي د مخامخ ډزو له لارې د مخفي خدمت ادارې او پولیسو له غبرګون سره مخ سوی دی.
راپورونه ښايي چې بریدګر یا وژل سوی یا سمدستي نیول سوی او له ځایه ایستل سوی دی.
ټرمپ په خپل لومړني غبرګون کې ژر خپل موبایل وکاراوه او په «ټروت سوشال» کې یې ولیکل: «مخفي خدمت او امنیتي ځواکونو ډېر ښه کار وکړ. په چټکۍ او زړورتیا سره یې عمل وکړ. بریدګر ونیول سوو.»
هغه زیاته کړه چې غواړي پروګرام دوام وکړي، خو وروستۍ پرېکړه یې د پولیسو په واک کې پرېښې ده.
عیني شاهدانو، چې د تالار حاضر خبریالان هم پکښې شامل وو، راپور ورکړی چې د ډزو د غږ له اورېدو وروسته د مخفي خدمت مامورانو ټرمپ او مېلانیا د مشرانو له مېز او له صحنې څخه ایستلي دي.




