د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، فرشته عباسي، د بشري حقونو د څار ادارې د افغانستان د برخې څېړونکې، اعلان کړی چې د طالبانو له لوري پر ښځو لګول سوي محدودیتونه یوازې تر افغانستان پورې محدود نه دي پاتې سوي، بلکې د هغوی پر رسنیزو فعالیتونو یې په بهر کې هم اغېز کړی دی.
نوموړي د جمعی په ورځ ، 4 د ثور ، ویلي چې کله یې له یوې محلي رسنۍ سره د خپل راپور د ویډیويي چمتووالي لپاره همغږي کوله، ترې غوښتل سوي چې د هغې پر ځای دې یو نارینه همکار په ویډیو کې خبرې وکړي.
د عباسي په وینا، دا غوښتنه وروسته له هغه مطرح سوې چې یادې رسنۍ د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له لوري داسې لارښوونه ترلاسه کړې وه چې افغان ښځې، حتی په بهر کې هم، د رسنیو په خپرونو کې باید بشپړ حجاب ولري او مخ یې پټ وي.
هغې ټینګار کړی چې دا وضعیت سبب سوی چې افغان ښځې د متخصصینو پر ځای یوازې د خپل جنسیت له مخې وپېژندل سي او یوازې د تحمیلي شرایطو لاندې د حضور او نظر څرګندولو اجازه ترلاسه کړي.
عباسي زیاته کړې چې د طالبانو له واکمنېدو نږدې پنځه کاله وروسته، د بیان ازادي په ځانګړي ډول د ښځو لپاره په افغانستان کې خورا محدوده سوې ده او په ځینو سیمو کې ښځې حتی له رسنیو څخه د کار کولو او د راډیو او تلویزیون د خپرونو له لارې د غږ له څرګندولو هم منع سوې دي.
هغې دا پېښه د افغانستان له پولو بهر د طالبانو د نفوذ د پراخېدو نښه بللې او ویلي یې دي چې دغه ډله هڅه کوي پر رسنیو د فشار له لارې د افغان ښځو غږ په بهر کې هم چوپ کړي.
د دې څېړونکې په باور، دا ډول اقدامات د افغان ښځو د بیان د آزادۍ لپاره جدي پایلې لري او ښځې باید اړ نه سي چې د عامه حضور لپاره تبعیضي قوانینو ته غاړه کېږدي.




